Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يوشمېر خلک: د ډاکټرانو له لوري شفري نسخو ليکلو راته ستونزې جوړې کړي

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يوشمېر اوسېدونکي د ډاکټرانو له شفري نسخو شکايت کوي او وايي چې، د دغو ډاکټرانو نسخې له ځانګړو درملتونونو پرته بل ځای نه لوستل کېږي.


مهناز د بلخ ولايت يوه اوسېدونکې ده، چې وايي مور يې د درملنې لپاره ډاکټر ته بوتله، خو ډاکټر ورته شفري نسخه ورکړه.




نوموړې په‌دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، دا نسخه یاد ډاکټر پورې له اړوند درملتون پرته بل هیڅ ځای چا نه‌شوه لوستلای.


هغه وايي: "مور مې ډاکټر ته بوتله، هغوی راته داسې نسخه راکړه چې اصلاً د لوستلو نه وه، د مور نيمايي درمل مې واخيستل، خو کله چې مې غوښتل چې نيمايي نور درمل څو ورځې وروسته له بل درملتون څخه واخلم، دوی د ډاکټر نسخه نه‌شو لوستلای او زه مجبوره شوم چې بیا همغه درملتون ته ورشم، دوی د نسخې ځکه داسې لیکي چې هم د دوی له اړوند درملتون واخیستل شي او هم یې په لوړه بیه وپلوري."


د کابل ولایت اوسېدونکې سپوږمۍ هم د ورته ستونزې په اړه وايي: "ځینې ډاکټران شته چې د کورونو تر څنګ شخصي درملتونونه لري، کله چې ناروغ ته نسخه لیکي، نو داسې یې لیکلي وي چې په نورو درملتونونو کې څوک پرې پوه نه‌شي، دا کار د ناروغانو د سرګردانۍ لامل کېږي."


د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عبدالله هم په خپل ولایت کې له‌‌‌دې ستونزې شکایت کوي.

هغه وويل: "هغه بله ورځ يو ډاکټر ته ورغلم، د هغه نسخه مې درې درملتونونو ته یوړه، هيڅوک پرې پوه نه‌شول. ويې ويل، له همغه خپل درملتون یې واخله. دا ستونزه په ننګرهار کې ډېره زیاته ده."




یو شمېر متخصص ډاکټران هم دا عمل د اصولو خلاف ګڼي.


د ماشومانو د برخې متخصص ډاکټر عرب‌شاه ازادي راډیو ته وویل: "نسخه لیکنه یو اصل دی او په طبابت کې موجود دی، په‌دې برخه کې له ډاکټرانو او محصلینو سره کار کېږي او د طب محصلینو د نصاب برخه ده. خو دا چې نسخه په شفر کې لیکل کېږي، دا کېدای شي جرم وي او فساد وي چې د فارمسي او ډاکټر ترمنځ اړیکې او مالي ګټې په پام کې نیول کېږي. ډاکټر هره هغه کمپنۍ چې مناسب ویني کولی شي ویې ولیکي، خو د دې لپاره چې ناروغ په تکلیف نه‌شي، په قوسونو کې د درملو اصلي نوم هم ذکر کولی شي."


نوموړی وايي، په‌دې برخه کې باید له اصولو سره سم چلند وشي او له ډاکټرانو ژمنه واخیستل شي چې ناروغانو ته په څرګند او واضح ډول نسخې ولیکي.


دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۴مه) په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټوېټر) کې لیکلي چې، د ننګرهار، لغمان او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د عملیات‌خونې د نشتوالي له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړلي دي.




دغه شان یې د خصوصي سکټور کتن‌ځایونه د اسنادو د نه‌شتون، شفري نسخو او غیر قانوني فعالیتونو لله امله تړلي دي.


په افغانستان کې د ډاکټرانو له‌خوا د شفري نسخې لیکل کومه نوې خبره نه‌‌ده، بلکې دا ستونزه له کلونو راهیسې په افغانستان کې شته او خلکو ترې په ځلونو شکایتونه کړي دي.


خو داسې ښکاري چې له څه باندې درې کلونو وروسته هم د طالبانو حکومت نه‌‌‌دی توانېدلی چې دغه ستونزه له‌منځه یوسي.


خلک وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او نه‌شي کولای په داشان نسخو په لوړه بیه درمل واخلي او له طالبانو غواړي چې په‌دې برخه کې دې خپل اقدامات چټک او ژر تر ژره دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus