ډونالډټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو او کمپاینونو پر مهال پهدې اړه چې که بریالی شي، کوم کارونه به کوي، لویې ژمنې وکړې.
ټرمپ د ټاکنو له ورځې دوه اوونۍ مخکې امریکایانو ته په خطاب کې وویل چې، د هغوی په ملاتړ سره به د خپل ولس قدرت، برلاسي، نېکمرغي او غرور بېرته راوګرځوي او په خبره یې دا به د امریکا نوی طلایي پړاو وي.
اوس چې ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شو او سپینې ماڼۍ ته یې لاره پيدا کړه، د هغه له ادارې څخه کومې تمې کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب تر ډېره پهدې پور تړلی چې له چا څخه پوښتنه کوي.
د امریکا دننه او بهر د ټرمپ پلویان باور لري چې، هغه به د امریکا ځواک بېرته را ژوندی کړي، خو مخالفانو یې بیا خبرداری ورکړی چې هغه به د امریکا ډیموکراسي دړې وړې کړي.
ټرمپ په ځلونو پر خپلو سیاسي مخالفانو نیوکې کړي او هغوی یې د "لستوڼي ماران" بللي دي.
ده وړاندیز کړی چې له ټاکنو وروسته د ګډوډیو په صورت کې پوځ "ډېر په اسانه" دغه مخالفان اداره کولای شي.
د ټرمپ دغه خبرې د دې لامل شوې چې د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس، چې ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، له ټاکنو وړاندې ويلي، چې ټرمپ د غچ اخیستنې، ګیلو بانو او د نه کنټرول وړ ځواک په فکر کې دی.
په امریکا کې دننه د متحدایالتونو قضایي سیستم یو له هغو برخو دی چې ممکن ټرمپ ادلون بدلون پهکې راولي، دا ځکه چې همدغه سیستم د ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې واکمنۍ په اړه بېلابېلې جنایي دوسیې پرانيستې.
د دغو دوسیو له ډلې یوه د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډټرمپ د ادعایي لاسوهنې په اړه ده، هغه ټاکنې چې ټرمپ په کې بریالی نهشو.
ټرمپ دغه راز ویلي، خپل هغه ملاتړي به په بشپړ ډول وبښي چې د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو وروسته د جنورۍ په شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د برید له کبله زنداني شوي دي.
ډېر خلک داسې وړاندوینه کوي چې، ټرمپ به د خپلې واکمنۍ پر مهال د "۲۰۲۵ کال پرژوې" په نوم نوښت څخه د خپلو سیاستونو لپاره کار واخلي.
د "۲۰۲۵ کال پروژه" په واشنګټن کې د هرېتیج بنسټ په نوم د ښي اړخې فکري خونې لهخوا "د یوه پټ دولت د پرځېدلو" لپاره طرحه شوې.
پوښتنه داده چې پټ دولت څه شی دی؟
ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډوترړو پر مهال د ۲۰۲۵ کال له پروژې واټن واخیست او ادعا یې وکړه چې، نه پوهېږي، د دې پروژې تر شا د چا لاس دی، خو څېړنو ښودلې چې دغې پروژه کې د ټرمپ د پخوانۍ ادارې لږ تر لږه ۱۴۰ تنه کارکوونکي شامل دي.
د (Silent Majority Strategies) په نوم د عامه اړیکو شرکت یو بنسټ ایښودونکی کیټ ناټون وایي، د ټرمپ سختې خبرې کول خوښیږي، خو ډېر کم داسې پېښېږي چې هغه خپلې خبرې تعقیب کړي.
ناټون زیاته کړه، دی فکر کوي چې ټرمپ به د عدلیې وزارت په اډانه کې بدلون راولي.
د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریا سره به د نړۍ په کچه د متحدایالاتو د رول او اغېز کچه هم بدله شي.
ټرمپ ویلي، کولای شي په اوکراین کې د روسیې جګړه "په ۲۴ ساعتونو کې" پای ته ورسوي.
بل لور ته ټرمپ له اسراییلو، چې دا مهال په دوو جبهو کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو سره په جګړه بوخت دي، غوښتنه کړې چې دې جګړې ته پای ورکړي.
په بوسټون کالج کې د سیاسي علومو استاد پیټر سکیري د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي، تمه کېږي چې ټرمپ به د کیف او مسکو ترمنځ پر یوې داسې هوکړې فشار واچوي چې د ده په باور، د اوکراین په ګټه به لوی امتیازات پهکې وي.
د سکیري په وینا د اسراییل په تړاو د ټرمپ اقدام ېير مشخص نهدی، خو زیاته یې کړه چې ټرمپ به په زغرده د اسراییل ملاتړ وکړي او د "ابراهیم" په نوم هغه پرېکړهلیک به بېرته راژوندی کړي چې هدف یې د اسراییلو او عربو ترمنځ د اړیکو عادي کول دي.
ټرمپ چې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې له چین سره سوداګریزه جګړه پيل کړې وه، ژمنه کړې چې که پېکینګ وغواړي پر تایوان خېټه واچوي، د چین پر محصولاتو به درنې تعرفې وضع کړي.
هغه وړاندې دا هم ویلي چې، د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د اړیکو په پار اړ نهدی چې د چین لهخوا د تایوان د احتمالي کلابندۍ په صورت کې د امریکا له پوځي ځواکه کار واخلي.
ټرمپ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څلورو کلونو کې د ناټو سازمان پر غړو هم فشارونه راوستلي چې، د خپلې اړتیا وړ پوځي لګښتونه برابر کړي، هغه اهداف چې له همغه وخته تر اوسه تر ډېره بریده ترلاسه شوي هم دي.
ټرمپ دغه راز د ملګروملتونو له کلتوري ادارې یونسکو، له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د مخنیوي له تړون، د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټومي تړون او د اقلیمي بدلون د اغېزو په تړاو د پاریس له تړونه هم ووت او د کورونا وبا له کبله یې د روغتیا له نړیوال سازمان سره مالي ملاتړ وځنډاوه.
که څه هم د بایډن ادارې په دغو تړونونو او بنسټونو کې د امریکا د نفوذ بېرته راګرځولو ته اشارې درلودې، خو اوس داسې وړاندوینې کېږي چې د ټرمپ په اداره کې به امریکا د یوشمېر نړیوالو توافقاتو په برخه کې د ورته نورو شاتګونو شاهده هم وي.