Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دې هېواد د ځینو عامو خلکو له تاوتریخوالو شکایت کوي

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغه هېواد د ځینو عامو خلکو له تاوتریخوالو شکایت کوي.


د افغان کډوالو پر وړاندې د ایران د حکومت له‌خوا د محدودیتونو او سختو اقداماتو له لګولو وروسته، یو شمېر دغه کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو د زورزیاتي ترڅنګ له ټولنیزو ځورونو سره هم مخ دي.


دغه افغان کډوال ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر عامو خلکو هم له دوی سره تاوتریخوالی کړی، وهلي ټکولي یې دي، پولیسو ته یې سپارلي، توپیري او نور ناسم چلند یې ورسره کړی دی.




د دوی په وینا، دغه تاوتریخوالی چې د ژوند شرایط یې ورته ستونزمن کړي، د دوی کار ځایونو ته هم رسېدلی او په ځینو مواردو کې د کار خاوندان دوی ته معاش هم نه ورکوي.




يو تن افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم يې راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "په ايران کې د افغانانو وضعيت ډېر خراب او د اندېښنې وړ دى، ځينې دوکانونه موږ ته جنس او نانوایان هم ډوډۍ نه راکوي. د کار خاوندان بیا زمونو پیسې نه راکوي، هره دروازه مو په مخ تړلې ده، آن د ملګرو ملتونو دفتر ته هم ورغلو او لیک مو ورته وليکه، خو چا مو غږ وانه‌ورېد."


په تهران کې یو بل افغان کډوال فېروز دلجو ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ایرانيان له افغانانو سره نامناسب چلند کوي، دوی هره ورځ په بېلابېلو ډولونو سپکېږي، او آن په سختۍ سره خپل معاش ترلاسه کولای."


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې افغان کډوالو سره د یو شمېر د تاوتریخوالي ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې لیدل کې یو شمېر ایرانی نارینه افغان مېرمنې ځوروي.


تازه د ایران د ولسمشر مرستیال علي ربيعي د دغه اقدام په غبرګون کې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورونې د ورته ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دا ډول چلند "د نه توجیه وړ" او "دردونکی" دی.


نوموړي د افغان کډوالو پر وړاندې دا ډول تاوتریخوالی "زشت" ګنلې او "توکمپالنه" یې بللې ده.




دا غبرګونونه وروسته له هغې زیات شول چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال تر پایه د شاوخوا دوه میلیونو "غیرقانوني" افغانانو د ایستلو امر وکړ، هغه چې د ایران په تاریخ کې د افغانانو تر ټولو لوی اخراج بلل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus