Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ټي‌ټي‌پي او پاکستان د حکومت ترمنځ د مذاکراتو وړانديز؛ اسلام‌اباد دا وړانديز رد کړی

پاکستان یو ځل بیا د اسلام‌اباد او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ترمنځ د خبرو وړاندیز رد کړ.


که څه هم په‌دې ورستیو کې په خیبرپښتونخوا کې نا امني زیاته شوې او افغان طالبانو د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له تحریک طالبان پاکستان سره دې خبرې وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په‌دې اړه هر ډول وړاندیز او مشوره ردوي.




د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون پنج‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې له تحریک طالبان سره د خبرو په اړه وړاندیز او سلا مشورې د هغوی کورنیو ته سپکاوی دی چې د دغه ډلې د فعالیتونو له کبله له‌منځه تللي دي.


د اغلې بلوچ په خبره د پاکستان حکومت له ترهګریزو ډلو سره چې د دې وینا د پاکستان د ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو چارواکو په وژنو کې لاس لري، د خبرو لپاره هيڅ ډول علاقه نه‌لري.


نوموړې زیاته کړه، دا د افغان چارواکو مسوولیت دی چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون دلته د مېشتو ترهګریزو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي او دا یوازې د پاکستان نه بلکې د نورو هېوادونو غوښتنه هم ده.




د سیاسي چارو یوشمېر افغان او پاکستاني شنونکي بیا وايي، د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ترهګریزې ډلې د ځان لپاره ګواښ نه ګڼي.




د سیاسي چارو پوه او د پاکستان د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستاني جنرالانو لپاره طالبان ګواښ نه‌دي، هغوی په واقعیت کې اوس پښتانه او بلوڅ ملت‌پاله چې دوی د خپلې خاورې د واک خبره کوي، له خپلو وسایلو د استفادې او په افغانستان کې د نه لاسوهنې خبره کوي هغوی ګواښ ګڼي، دا نورې د دوی استخباراتي لوبې دي چې خلکو ته یې چل جوړ کړی دی، په مرګ‌ژوبله یې هم کار نه‌شته او پردي جنګونه یې راوړي او زموږ په خاوره کې خلک مري او تباه کېږي."


دا په‌داسې حال کې ده چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان حکومت ته یې مشوره دا ده چې د تحریک طالبان پاکستان سره دې جوړه وکړي.


که څه هم تازه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې د اګسټ په میاشت کې هغه هم له اینډیپینډنټ اردو رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده، خو که اسلام‌اباد غواړي دوی چمتو دي چې د دوی او تحریک طالبان ترمنځ منځ‌ګړیتوب وکړي.


پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي چارو پوه غوث جانباز بیا ادعا کوي چې، درې واړه طالبان، تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت په خپلو کې جوړ دي او یوه اجنډا تعقیبوي.


نوموړی وايي: "د پاکستان او افغانستان طالبان یو دي، فکر یې یو دی او ملاتړ یې له یوه مرکزه له پخوا راهیسې کېږي او هغه جګړه چې ګواګې طالبان یې د پاکستان له پوځیانو سره کوي دا واقعیت نه‌لري او هيڅ امکان نه‌لري، دوی ټول یو دي او یوه موخه تعقیبوي."




د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ یو ځل بیا په پرونۍ خبره ناسته کې ادعا وکړه چې، ټي‌ټي‌پي په اړه یې چې په خبره یې له افغانستان خپلې چارې تنظمیوي کره شواهد وړاندې او باید پر وړاندې یې اقدام وشي، خو طالبانو بیا په وار وار دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد ونه‌کارول شي.


د یادونې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو په منځ‌ګړیتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکرات شوي و.


که څه هم هغه مهال د یادو مذاکراتو په اړه ډېر جزیات له رسنیو سره نه و شریک شوي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو خبرو منښته کړې وه او په مذاکراتو کې یې د اوربند سربېره په ځینو نورو موضوعاتو د پرمختګ په اړه هم ویلي و، هغه اوربند چې بیا ډېر ونه‌غځول شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus