Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ريچارډ بېنيټ: نړيواله ټولنه بايد افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعيت له پامه ونه‌‌غورځوي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ وایي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت له پامه ونه‌غورځوي.


نوموړی وایي، هغه هېوادونه چې افغانستان ته متعهد و، خو دا هېواد یې په «عجولانه» ‌ډ‌ول پرېښود، باید افغانستان هېر نه‌کړي.




ریچارډ بېنيټ د پنج‌شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱مه) د ملګروملتونو سازمان خبري برخې یا یو‌‌‌اين نیوز سره په مرکه کې وویل: "دوی له نورو سره یو ځای مسوولیت لري، چې افغانستان هېر نه‌کړي، ځکه د نړۍ په بل هيڅ ځای کې له ښځو سره دومره ناوړه چلند نه‌کېږي، څومره چې په افغانستان کې کېږي."


ښاغلي بېنيټ په‌دې مرکه کې ټینګار کړی چې، د افغانستان د راتلونکي لپاره د لارې د یوې نقشې په جوړولو کې باید د مېرمنو او مدني ټولنې غږونه واورېدل شي.


ریچارډ بېنیټ ویلي چې، یوې منسجمې، همغږۍ او د امکان په صورت متحدې نړیوالې ستراتېژۍ ته اړتیا ده، څو د بېلابېلو هېوادونو او سیمو ملي ګټو ته نه، بلکې د افغانانو ګټو ته په‌کې لومړیتوب ورکړل شي.


په‌دې مرکه کې ښاغلي بېنیټ دغه‌شان په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو د ګواښونو، د بشري مرستو د اړتیا، د عدالت د کړکېچن وضعیت، د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکونې د اړتیا او طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر د نوي قانون په اړه هم خبرې کړي دي.




دا په‌داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نن (د نومبر په لومړۍ نېټه) د ملګروملتونو سازمان په عمومي غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر روان وضعیت خبرې وشي.


په افغانستان کې یوشمېر مېرمنې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.




د دوی له ډلې ګل‌رخ ارمل ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو حقونه ډېر تر پښو لاندې کېږي، نه‌پوهېږم چې ملګري ملتونه ولې پاملرنه نه‌کوي. د یوه افغانې په حیث د نورو اسلامي هېوادونو او له ملګروملتونو څخه مې دا غوښتنه ده، څومره چې کولای شي جدي اقدام ترسره کړي."


د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشره شهرزاد اکبر بیا وايي، په‌دې غونډه کې چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه د ښاغلي بېنيټ راپور هم وړاندې کېږي، باید وړاندیزونو ته یې پاملرنه وشي.


نوموړې په‌دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "زه هیله لرم چې دا وړاندیزونه جدي ونیول شي او د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې لازمه رهبري او هغه هېوادونه شتون ولري چې، د بشري حقونو مسایل ورته اړین دي او د دې راپور د وړاندیزونو او د هغه غوښتنو د تعقیب لپاره یو ډله‌يیز ځواک رامنځته کړي چې په پرله‌پسې ډول د بشري حقونو او مدني ټولنې له‌خوا مطرح شوي."


ټاکل شوې چې ښاغلی بېنيټ د افغانستان د بشري حقونو په اړه خپل تازه راپور، نن د ملګروملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وړاندې کړي.


بېنیټ د تېرې دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس‌‌پاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي و چې، راپور یې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه بیانوي.




په راپور کې دا هم ویل شوي چې، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو نیت نه‌‌‌لري.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له یوه خصوصي ټلوېزیون سره خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یو "عقده‌‌‌يي شخص" یاد کړی او وايي دغه راپور یې هم د همدې عقدې له‌‌مخې برابر کړی دی.


طالبانو په زمري/ اسد میاشت کې ریچارډ بېنیټ د دې ډلې پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګاوه.


خو بېنیټ وویل، د طالبانو له دغه بندیز سره-سره په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus