Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل پر واټونو پلورونکي: ښاروالۍ راته د غرفو ټولو امر کړی، خو بل ځای يې راته نه‌دی مشخص کړی

د کابل ښار پر واټونو يوشمېر پلورونکي د طالبانو حکومت له هغه اقدام څخه چې د سړکونو له غاړې غرفې او لاسي کراچۍ راټولوي شکایت کوي.


په کابل ښار کې د سړک د غاړو یوشمېر پلورونکي د طالبانو حکومت له‌‌‎خوا د دوی پر کار د بندیز په اړه شکایت کوي او وايي چې له‌‌‌دې سره به هغوی وزګار شي.


دوی د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې، د دوی د مالونو او غرفو د راټولولو امر شوی دی.




د کابل ښار پر واټونو یو تن پلورونکی جلیل د طالبانو حکومت د ښاروالۍ د چارواکو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او ټینګار کوي چې د دوی لپاره باید یو مناسب ځای په پام کې ونیول شي.


هغه وايي: "ښاروالۍ یوه ورځ راځي چې پورته شه، بله ورځ راځي وايي ټول کړه، وهل ټکول کوي وايي دلته څه مه ‎پرېږده چې څه کېږدې راځي وايي ولې. زموږ غوښتنه دا ده چې د بازار دننه دې موږ ته یو مناسب ځای برابر کړي."


همدا شان جميل چې یو بوټ ګنډونکی یا موچي دی او په کابل کې د سړک پر غاړه یوه غرفه لري وايي، په‌‌داسې حال کې چې په افغانستان کې بې‌‎وزلي او بې‌‌‌‎کاري زیاته ده، دا اقدام به د دې لامل شي چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي وزګاره شي.


هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې لومړی دې په شرکتونو او فابریکو کې د واټونو د سر پلورونکو او غرفه لرونکو ته د کار زمینه برابره کړي: "ښاروالۍ دومره فکر نه‌‎کوي چې دولت کوم شرکت نه‎‌‌‌دی جوړ کړی چې خلک ولاړ شي او شرکتونو کې کار وکړي، کراچۍ ټولوي خو نه پوهېږي چې دوی به څه وخوري. د خوړولو لپاره ډوډۍ نه‌‌‌‌‎لرو او دوی د ښار د صفايي په هکله وايي."




کله نا کله په ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د طالبانو حکومت د ښاروالۍ د مسوولینو د ناسم چلند ځینې ويډیوګانې خپرېږي او په ځینو مواردو کې لیدل کېږي چې ان د واټونو د سر پلورونکو توکي هم په ځمکه غورځوي.


په کابل کې د طالبانو حکومت ښاروالۍ تر دې مخکې ویلي و چې، پر واټونو پلورونکو د کار د مخنیوي لپاره اقدام په ښار کې د نظم د ښه‎‌‌‌والي په هدف ترسره کېږي.


خو دا څرګنده نه‌‌‌‌‎ده چې په کابل ښار کې د دوی لپاره کوم بل مشخص ځای په پام کې نیول شوی او که نه.


په‌‌‌دې اړه مو په کابل کې د طالبانو حکومت د ښاروالۍ ویاند نعمت‎‌‌الله بارکزی وپوښت، خو هغه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‎‌‌کړې.




د دې ادارې مسؤلینو تر دې مخکې ویلي وو چې د واټونو پر غاړه پلورونکو لپاره ‎یې ځانګړي ځایونه په پام کې نیولي، خو یو‌‌‌شمېر دې پلورونکو پر دې مسئلې نیوکه کړې وه او ټینګار یې کړی و چې د دوی لپاره باید داسې ځای په پام کې ونیول شي چې د پلور لپاره‎ یې مناسب وي.


د واټونو پر غاړه د پلورونکو د کار د بندېدو په اړه راپورونه په‌‌‌داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.


د بې‌‌‌‌‎وزلۍ د نړیوال شاخص د وروستي راپور له‌‌‌مخې، د ماشومانو په ګډون ډېر شمېر افغانان په بې‌‌‌‎وزلۍ کې ژوند کوي.


د ملګروملتونو سازمان هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus