Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د نجونو پر زده‌کړو د بنديز دوام د ټولو افغانانو لپاره يو ناورين دی

له زده‌‌‌‎کړو بې‌‌‌‎برخې شویو یوشمېر افغان نجونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب ځینو بنسټونو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه وښوده.


که څه هم په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې درې کاله تېرېږي، خو له زده‌‌‌‌‎کړو بې‌‌‌‎برخې شوې نجونې وايي لاهم د زده‎‌‌‌‌کړو په اړه هیله‌‌‌‌‎منې دي.




پروانه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په کابل ښار کې د نهم ټولګي زده‌‌‌‎کوونکې وه، د شنبې په ورځ د (اکټوبر په ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم له د زده‌‌‎کړو د بې‎‌‌‌برخې کېدو په اړه اندېښمنه ده، خو وايي تمه ده چې یوه ورځ دغه وضعیت بدل شي او بیا ښوونځي ته لاړه شي.


دا وايي: "زه تل په ښوونځي کې اول‌نمره وم، خو کله چې مې ښوونځی وتړل شو فکر مې کاوه چې نړۍ مې له‌‌‌‌منځه وړل شوې، هر سهار چې له خوب پاڅېږم د ښوونځي په اړه فکر کوم چې ډېره مې ځوروي، خو باوري یم چې وضعیت هيڅکله په یوه حال نه ‌پاتې کېږي، موږ هم له شرایطو سره ځانونه نه‌‌‌‌‌دي تړلي، دوام ورکوو او باوري یم چې ښوونځي به یوه ورځ پرانیستل شي."


مرسل چې په لوګر ولایت کې د لسم ټولګي زده‌‌‌‌کوونکې وه او له زده‌‌‌‌کړو بې‌‌‌‌برخې شوې ورته هیله لري.


هغې په‌‌‌دې اړه ازاډي راډیو ته وویل: "زه له هغو زده‌‌‌‌کوونکو یوه یم چې له زده‌‌‌کړو بې‌‌‌‌برخې شوې دي او د ښوونځي دروازې یې پر وړندې تړل شوې دي، زه هیله لرم چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي او موږ بیا وکړای شو زده‌‌‌‎کړې وکړو او خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو."




دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو او ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو په کراتو له طالبانو غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.




طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده‌‌‌کړو بې‌‌‌‌برخې کړې او د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې همداراز پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.


په‌‌‌دې اړه د اندېښنو په دوام د (شنبه‌‌‌های ارغواني) په نوم د ښځینه فعالانو غورځنګ یو ځل بیا د یوه پرېکړه‌‌‌‎لیک په خپرولو سره په دې اړه اعتراض وکړ.


د دغه غورځنګ مشرې معروف اروین له ازادي سره په خبرو کې د نجونو د ښوونځیو تړل په افغانستان کې لوی ناورین وباله.


هغې وويل: "موږ په دغه اعتراضي ناسته کې یو ځل بیا دا وویل چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل یوازې د نجونو نه، بلکې د ټولو افغانانو لپاره لوی ناورین دی، د طالبانو په دې کړنې سره میلیونه نجونې له زده‌‌کړو او فکري ودې پاتې کېږي او دا کولای شي چې د افغان ټولنې بنسټ ته زیان ورسوي."


د طالبانو حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د نجونو د زده‌‌‌‌کړو موضوع یوه کورنۍ مسئله ده او ادعاوې یې کړي چې د ټولو ښځو او نجونو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د طالبانو دغه ادعا بیا د افغان نجونو سربېره نړیوالې ټولنې ته هم د منلو نه‌‌ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus