Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ايران سره پر پوله د ګڼ‌شمېر افغانانو وژنه؛ د غبرګونو د دوام سره تر اوسه د پېښې کره جزيات نه‌شته

د ایران او پاکستان ترمنځ پر پوله د ایراني پوله‌‎ساتو له لوري د ګڼو افغانانو د وژنې د ادعا په اړه غبرګونونه مخ په پراخېدو دي.


د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا د ایران او پاکستان پر پوله د ګڼو افغانانو د وژلو او ټپي کولو په اړه د راپورونو له خپرېدو د څلورو ورځو په تېرېدو سره لا هم په‌دې اړه کره جزیات نه‌‎دي خپاره شوي.




د طالبانو حکومت وایي چې لا هم په‌دې اړه د دوی پلټنې دوام لري.


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته د شنبې په ورځ په یو رارسېدلي پيغام کې ویلي: "تر اوسه په‌دې مورد کوم پلاوی چې تللی و، لا یې د کار پایلې نه‌دي معلومې شوي، کله چې هغه اعلان شي، له تاسو سره ‎یې شریکوو."


د طالبانو حکومت کې یوې باخبره سرچینې هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی له ایران او پاکستان سره په ګډه د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي، خو لا یې کوم کره شواهد او اسناد چې په خبره‌‎یې د ایراني ځواکونو له‌خوا د افغانانو وژنه وښيي، نه‌‎دي موندلي.


دغې سرچینې ادعا وکړه چې په رسنیو کې خپرې شوې ويډیوګانې د څو تنو هغو افغانانو دي چې په خبره ‎یې تېره اوونۍ د ایران او پاکستان ترمنځ د سراوان په کلګان سیمه کې د قاچقبرانو او ایراني پوله‌‎ساتو ترمنځ جګړه کې ګیر شوي وو، چې په خبره ‎یې په هغه پېښه کې یوازې یو افغان وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.


سرچینه زیاتوي چې د طالبانو حکومت ټاکل شوي پلاوي دغې پولې ته څېرمه ټول روغتیایي مرکزونه او د پېښې سیمه له نږدې څارلې، خو په‌دې اړه ‎یې څه نه‌‎دي موندلي.


خو د دغې پېښې په اړه غبرګونونه مخ په زیاتېدو دي.




له افغانستانه بهر او دننه ډېرو سیاسي څېرو، ډيپلوماتیکو استازولیو، د بشري حقونو سازمانونو او ان عامو خلکو هم دا پېښه غندلې.


تازه د افغانستان د ډيپلوماتیکو او قونسلي چارو د همغږۍ شورا چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ټاکل شوي چارواکي يې مشري کوي، له ملګروملتونو د ايران پر پوله د دغو افغانانو د وژل کېدو د پېښې د "کره او هر اړخيزو" څېړنو غوښتنه کړې.


‏دغې شورا د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی ودروي او د دې پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.


خو ایراني چارواکي دغه پېښه ردوي.


د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي مخکې له‌دې ویلي چې، د ایراني ځواکونو په ډزو د لسګونه افغانانو د وژل کېدو خبرونه ناسم دي.




دا په‌داسې حال کې ده چې د حال وش په نوم د بشري حقونو خپرونې چې د سیستان-بلوجستان اړوند خبرونه خپروي، د سه‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې ایراني پوله‌ساتو په لسګونو هغو افغان کډوال چې غوښتل یې ایران ته واوړي ډزې کړي او وژلي دي.


دغه بنسټ د څو ويډیوګانو په خپرولو چې په‌کې د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان ښودل کېدل، راپور ورکړ چې دا پېښه د یک‌شنبې په شپه د اکټوبر په ۱۳مه د ایران سیستان-بلوچستان پوله کې د سراوان په کلګان سیمه کې شوې ده.


تر هغه وروسته ازادي راډیو ته هم داسې غږونه رسېدلي و چې دغو کسانو په‌کې ځانونه د وژل شویو د خپلوانو او پېښې عیني شاهدانو په توګه معرفي کول او ادعا یې کوله چې په یاده پېښه کې تر ګڼ‌شمېر افغانانو ته مرګ‌‎ژوبله اوښتې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus