Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ايم‌پي‌آی: په افغانستان کې د بې‌وزله ماشومانو شمېر د لویانو په پرتله ۵ ميلیونه زیات دی

د نړیوال څو اړخیز غربت شاخص ښيي چې په افغانستان کې د بې‌وزلو نږدې ۶۰ سلنه ماشومان جوړوي.


ياد سازمان ويلي، په افغانستان کې د بې‌وزلو ماشومانو شمېر د لویانو هغو په پرتله ۵ ميلیونه زیات دی.


د نړیوال څو اړخیر غربت شاخص "ام‌‌پي‌آی" د تازه راپور له‌‌مخې دا ماشومان د بې‌وزلو کسانو ۵۸.۹ سلنه جوړوي.


په‌‌دې ۳۷ مخیز راپور کې چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام "یو‌اين‌ډي‌‌‌پي" او د اکسفورډ د غربت او بشري پراختیا نوښت "او‌‌‌پي‌ايچ‌آی" له‌خوا په ګډ‌ه چمتو شوی راغلي چې په افغانستان کې ۱۵.۵ میلیونه ماشومان او ۱۰.۸ میلیونه لویان په بې‌‌وزلۍ کې ژوند کوي.




په افغانستان کې د ماشومانو د بې‌‌‌وزلۍ په اړه دا شمېرې داسې مهال خپرېږي چې ډېری دوی د خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله او یا دا چې سرپرست نه‌‌لري کار کولو ته اړ کېږي.


یو له دوی څخه د کندز ولایت اوسېدونکی ۱۰ کلن صدیق‌الله چې په شپږم ټولګي کې دی، وايي: "پخوا دفترونه و، اوس مې د پلار کار نه‌شته نو اوس د برګر په پلورنځي کې کار کوي، زه هم ورسره ځم کار کوم، کچالو سپینوم، ښوونځي ته نه‌‌شم تللی، ښوونځي کې وايي ولې غیر حاضري کوې."


په ورته وخت کې یوشمېر بې‌‌‌وزلې کورنۍ هم وايي چې اقتصادي ستونزې یې مخ په ډېرېدو دي او دا یې په ماشومانو ډېر اغېز لري.


د کابل اوسېدونکې فاطمه وايي، د ښځو پر کار د طالبانو حکومت له بندیزونو وروسته وزګاره شوې او خورا ناوړه اقتصادي وضعیت کې ده.


نوموړې وايي، اړ ده خپل ماشومان هم کار ته ولېږي: "حیرانه یم چې ماشومانو ته مې د شپې، ورځې ډوډۍ څنګه پیدا کړم ځکه د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې زه یم، ماشومان مې واړه دي، خو بیا هم په واټونو کې کار کوي، له ښوونځي پاتې دي، زه هم کار کوم هغوی هم کار کوي خو بیا هم ډېر په ستونزو کولای شو چې ورځنۍ نفقه پیدا کړو."




یوه بله بې‌وزله مېرمن چې پخوا ښوونکې وه، خو اوس وزګاره شوې او نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي: "اقتصادي وضعیت مې دومره خرابه دی چې ماشومانو ته مې رسېدنه نه‌شم کولای، ماشومان مې ډېر خوار دي، یوه ورځ که څه پیدا شي لس شل ورځې نور نه پیدا کېږي."


د نړیوال څو اړخیر غربت شاخص موندنې همداراز ښیي چې د نړۍ په کچه د ۶.۳ ميلیارد خلکو څخه ۱.۱ ملیارد یې په شدیدې څو اړخیزه بې‌وزلۍ کې ژوند کوي، چې تر نیمایي زیات یې یعنې ۵۸۴ میلیونه یې د ۱۸ کلونو څخه کم‌عمره ماشومان دي.


دا په‌داسې حال کې ده چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګروملتونو ادارې د اکټوبر په ۱۷مه راپور ورکړ چې اوسمهال تقریباً ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر څخه په کمو پیسو خپل ژوند پر مخ وړي.




د یو‌اين‌ايچ‌‌سي‌آر د راپور له‌مخې، په روان زېږدیز کال کې تر ۲۳.۷ میلیونه ډېر افغانان چې د ټول افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات دي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus