Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کندهار کې له کتاب لوست سره د ځوانانو لېوالتيا کمه شوې

کتاب پلورونکي د پېرېدونکو د کموالي او بازار د سوړوالي شکایت کوي، په‌داسې حال کې چې پوهنتون استادان دا ستونزه د ټولنې د وروسته پاتې کېدو نښه بولي.


په کندهار کې د مطالعې دود په‌دې وروستیو کلونو کې مخ په کمېدو دی او د دې ولایت کتاب پلورونکي وایي چې، د دوی د کاروبار وضعیت هم د پام وړ کمزوری شوی دی.


که څه هم په ښار کې ګڼ کتابتونونه او کتاب پلورنځي شته، خو د لوستونکو شمېر او د کتابونو پېرېدونکي یې ډېر کم شوي دي.


قدرت‌الله کریمي چې په کندهار ښار کې یو له څو کتاب پلورونکو څخه دی وايي، کاروبار یې په‌دې وروستیو کې په ډېره کچه خراب شوی دی.


نوموړی وايي: "د کتاب لوستلو سره د خلکو علاقه کمه شوې، اوس بازار تر پخوا ډېر سوړ شوی دی، پخوا به ډېر خلک زموږ کتاب پلورنځي ته راتلل او بېلابېل کتابونه به یې اخیستل."


د مطالعې د شوق د کموالي یو لوی لامل، په ورځني ژوند کې د ټولنیزو رسنیو د زیاتېدو اغېز بلل کېږي.


د پوهنتون استادان وایي، ځوانان اوس ډېر وخت په ټولنیزو رسنیو او انټرنيټي محتوا بوخت دي او دا کار هغوی له کتاب لوستنې لرې ساتي.




د کندهار پوهنتون استاد نیاز محمد وایي، پر ټولنیزو رسنیو او نورو تفریحي وسیلو د ځوانانو بې‌ځایه بوختیا د کتاب لوستنې فرهنګ ته جدي زیان رسولی دی.


استاد نیاز محمد زیاتوي: "د مطالعې د کمبود یو علت د ټولنیزو رسنیو زیات او غیر هدفمند استعمال دی، ځوانان خپل ډېر وخت د ټولنیزو رسنیو او ځیرکو ټلیفونو په استعمال تېروي، دا د دې لامل کېږي چې دوی د کتاب له لوستلو لرې پاتې شي."




سربېره پر دې، د کتابونو څخه د خلکو د لیريوالي یو بل لامل د خلکو اقتصادي ستونزې بلل کېږي.


کتاب پلورونکي وایي، د اقتصادي ستونزو زیاتوالی هم د کتاب د پېرېدونکو شمېر کم کړی دی.


منظور احمد صالح یو بل کتاب پلورونکی وایي، د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت له امله، ډېرې کورنۍ د خپلو ورځنیو اړتیاو پوره کولو لپاره مبارزه کوي او د کتابونو پېرلو او لوستلو لپاره نه پیسې لري او نه وخت.


منظور احمد زیاتوي، چې ځینې خلک آن خپل زاړه کتابونه د پلور لپاره پلورنځیو ته راوړي.


هغه وايي: "په دا وروستیو کې د پخوا په پرتله د کتاب فروش ډېر کم شوی، داسې ډېر پېښ شوي چې ځوانانو کتابونه راوړي چې دا راڅخه وپېرئ، موږ ورته وایو چې زاړه کتابونه نه اخلو، ډېر خلک د نویو کتابونو د اخیستلو وس نه‌لري."


د کتاب لوستنې د کلتور د دا ډول زوال حالت په اړه د پوهنتون استادان خبرداری ورکوي او وایي، که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان راتلونکی نسل به له تعلیمي ودې او ذهني پرمختګ څخه محروم پاتې شي.




استاد نیاز محمد ازادي رادیو ته وویل، د کورنیو د غړو په ځانګړې توګه د والدینو له‌خوا د کتاب لوستنې فرهنګ نه ترویجول هم لویه ستونزه ده.


هغه باور لري چې که کورنۍ له خپلو ماشومانو او ځوانانو څخه د کتاب لوستلو غوښتنه ونه‌کړي او هغوی ته وخت ور نه‌کړي، نو ټولنه به د تعلیمي او فرهنګي زوال سره مخ شي.


استاد نیاز محمد زیاتوي: "اړینه ده چې والدین خپلو ماشومانو ته د کتاب لوستلو عادت ورکړي او هم په ټوله کې فرهنګي، علمي او کلتوري ادارې د مطالعې د فرهنګ د ترویج لپاره هڅې وکړي، تر څو کتاب لوستل زموږ د ټولنې یوه برخه وګرځي."


په کندهار کې د کتاب لوستلو او کتاب پلورلو له پيکه کېدو سره، د کتابونو د چاپ بازار هم ډېر سوړ شوی دی، چې له امله یې یوشمېر کسان، چې د دې صنعت برخه و، بې‌کاره شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus