منیژه تلاش به سږ کال د پاریس په المپيک سیالیو کې د برېکډانس برخه کې ګډون کوي، خو د افغانستان استازیتوب نه کوي.
هغه د المپیک کډوالو لوبډله کې شامله شوې ده.
په افغانستان کې طالبان اجازه نه ورکوي څو ښځې سپورټي فعالیتونو کې برخه واخلي.
د برېکډانس رشته د لومړي ځل لپاره د المپیکي سیالیو برخه ګرځېدلې.