Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت: افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او تر ۶۰ ډېر ژوبل دي

افغانستان کې د تېرې سه شنبې شپې د زلزلې له امله رامنځته شوې مرګ ژوبله


سمیع الله د شمالي ولایت بدخشان اوسېدونکي دی، هغه سیمه چې د سې شنبې په شپې د زلزلې مرکز و.


دی وایي، د زلزلې له امله یې کور ویجاړ شوی او مېرمن یې رواني صدمه لیدلې.


ده ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، کور یې په پور جوړ کړی دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


نوموړی وايي: "شاوخوا اووه که اته لکه افغانۍ مو کور جوړ کړ، تر اوسه مو یې لا پور نه دی ورکړی، د زلزلې له امله کورونه درز شوي او نور هم ډېر تاوان راته رسېدلی او اوس بیا له سره د جوړولو توان هم نه لرم."




نوموړی د دولت او نړیوالو سازمانونو څخه د خپل کور د بیا رغولو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.


په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمد اکرم اکبري هم تاییده کړه، چې د زلزلې له امله یوکس ژوبل شوی او د بدخشان د فیض اباد سربېره یو شمېر نور استوګنيز کورونه هم ویجاړ شوي.


نوموړي زیاته کړه، د دوی د سروې ټیمونه د زیانونو د بررسۍ په حال کې دي.


د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې د سه شنبې د شپې د زلزلې مرکز د هندوکش غرونه بللې دي.




دې زلزلې د افغانستان سربېره پاکستان، هند او د یو شمېر نورو هېوادونو ځینې سیمې هم لړزولي دي.


د کابل او د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي وایي، د زلزلې ټکانونه ډېر زورور وو او له دې ویرې چې د زلزلې بل ټکان به د دوی کورونه ویجاړ کړي نو شپه یې ټوله له خپلو کورونو بهر تېره کړه.


د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته درسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي په بېلا بېلو ولایتونو کې د اوښتو زیانونو د ارقامو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د لومړنیو معلوماتو پر اساس په تقریبا ۱۰ تنه شهیدان، ۶۰ تنه ټپیان او د ۸۰۰ څخه ډېر استوګنیز کورونه ویجاړ شوي."




رحیمي زیاتوي چې د وروستۍ زلزلې د بدخشان سربېره یو شمېر نور ولایتونه لکه کابل، لغمان، کونړ، پکتیکا، تخار، بغلان، سمنګان،، پروان، کندز، بنجشېر او یو شمېر نورو ځایونو ته هم ټګان ورکړی دی.


په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د زلزلې له امله اوښتو زیانونو ته په اشاره وویل، دوی خپل ګرځندویه ټیمونه ګمارلي چې زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.


ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی له خپلو شریکانو سره په اړیکه کې دي او هغه کسانو ته چې د وروستۍ زلزلې له امله په پاکستان او افغانستان کې ورته زیانونه اوښتي دي، دوی چمتو دي چې ورسره مرستې وکړي.


د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د مبارزې وزارت په داسې حال کې د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر لس تنه اعلان کړ چې پرون د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډیو ته د زلزلې له امله وژل شویو کسانو شمېر ۴ او د ټپیانو شمېر ۷۵ بللی وو.


دا په داسې حال کې دی چې تېر کال هم په پکتیکا او خوست ولایت په زلزلو کې له زرو ډېر کسان وژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus