Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

په لاریونونو کې د محصلانو د نه ګډون په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي او محصلان دا اقدام ناسم بولي.


د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې یوه محصله د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د نوي سرپرست وروستیو په دې څرګندونو، چې محصلان دې په لاریونونو کې ګډون نه کوي انتقاد وکړ.


دغه محصله چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "د نړۍ په هر ځای کې انسانان کولای شي اعتراض وکړي، د هغه څه په وړاندې چې پر دوی تحمیل شوي او یا هم نه یې غواړي، خو موږ په داسې ملک کې ژوند کو چې هلته اصلاً ښه حکومتولي نه شته او د دوی ډېری ترهګریزې کړنې د دې لامل کېږي چې موږ له خپلو ټولو حقونو بې برخې پاتې شو."


د کابل پوهنتون یو بل محصل، چې دې هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي په دې اړه وویل: "دا سمه پریکړه نه ده. دا د هېواد د هر وګړي حق دی، نه یوازې محصلین بلکې د دې هېواد هر وګړی کولای شي له خپل حکومت نه غوښتنې ولري، خو دا حق اوس طالبانو د افغانستان له خلکو او محصلانو نه اخیستی دی."


دا غبرګونونه داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو نوي سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ د خپلې معرفۍ په غونډه کې وویل، چې محصلان دې له تحصیل پرته نور فعالیتونو په ځانګړي ډول لاریونونو کې ونډه نه اخلي.


هغه ویلي: "ډېر وخت د ځینو ستونزو په خاطر چې رامنځته کېږي، له یوې خوا د لاریون غږ پورته کېږي له بلې خو یو بل غږ پورته کېږي، د دې زیانونه ډېر دي. هغه مسلمانان چې غواړي تعلیم وکړي، مسلکي شي، ظرفیتونه یې پورته لاړ شي او د خپل وطن لپاره خدمت وکړي، خو پنځه یا شپږ ورځې کېږي چې د دوی لپاره مزاحمت جوړېږي، دا بې باوري رامنځته کوي، همدارنګه درسي نظام ګډوډوي."


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت څه مودې مخکې د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې نه یو شمېر نجونې مقرارتو ته د پام نه کولو په تور له لیلې وویستلې.


دغو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال د استوګنې ځاى د نشتون له امله جدي ستونزو سره مخ دي.




دغې مسئلې بیا ګڼ شمېر غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.


د کابل پوهنتون مخکې ته يو شمېر محصلانو له دې امله اعتراض هم وکړ.




څو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول د بخښنې نړیوال سازمان هم د افغان مېرمنو او نجونو په ځانګړي ډول د هغه نجونو په اړه چې د کابل پوهنتونو له لیلې ویستل شوي اندېښنه وښودله.




دغه سازمان څو ورځې وړاندې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و، په داسې چاپېریال کې چې افغان نجونې له ګڼو محدویتونو لکه د تعلیم، تګ راتګ، کار او نورو اساسي حقونو محرومې پاتې دي د کابل پوهنتون د لیلیې نه د نجونو ویستلو په اړه د رسنیو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus