Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

رحیمه: د طالبانو له لوري د نندارتونونو جوړول د خلکو تېر ایستل دي

ځینې ښځینه سوداګرې د تولید شویو توکو له نه صادرېدو او په کور دننه د بازار له نشتوالي شکایت کوي.


رحیمه حاجي زاده په کابل کې د 'خورشید تابان' په نوم د جامو او زېوراتو شرکت لري.


مېرمن حاجی زاده وایي، چې په ۱۳۸۷ کال کې یې په ۱۵۰ زره افغانیو پانګې سوداګري پیل کړه چې وروسته یی دا پانګه لس زره ډالرو ته ورسېده.


خو د دې په خبره، اوس د کورني او بهرني بازار په نشتوالي، سره یې سوداګري پیکه شوې او پانګه یې هم راکمه شوې ده.


هغه زیاتوي: "اوس صادرات نه شته. کوم پروګرامونه چې طالبان یې په کور دننه جوړوي او وایي، چې تاسو ته مو نندارتونونه جوړ کړي، یواځې د خلکو تېر ایستل دي. د توکو لپاره تبلیغات نه کېږي او په نندارتونونو کې په ګډون سره یې اقتصادی زیان موږ ګالو، مېزونه په کرایه نیسو، غرفې په کرایه نیسو، خو له منفي پایلې او جګرخونۍ سره کور ته ستنېږو."


دا سوداګره مېرمن وایي، هغو کارګرو مېرمنو چې پخوا یې، د دی په شرکت کې کار کاوه، ټولی اوس په کور ناستې دي.


ثریا دقیق بله سوداګره مېرمن ده چې په ۱۳۹۸ کال کې یې په هرات ولایت کې د 'ګوهرناز زعفرانو' شرکت جوړ کړ.


اغلې دقیق د خپل شرکت د فعالیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ډېری مېرمنو شرکتونه له سقوط سره مخ شوي او د بېرته پرانیستو توان یې نه لري. زه خپله یو کال کېږي چې د شرکت د جواز نوي کولو لپاره مستوفیت ته دننه نه شم تلای، اوس څلور اوونۍ کېږي چې هلته ورځم، خو خپل جواز نه شم اخیستلی."




دا سوداګرې مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه او مرسته ورسره وشي، چې په کور دننه او بهر خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړي.


خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرو مېرمنو د سوداګرۍ د ودې لپاره هڅې شوي څو دا مېرمنې وکړی شي خپلو سوداګریو ته دوام ورکړي.


جواد زیاتوي: "د افغانستان اسلامي امارت د هغو مېرمنو لپاره چې غواړي سوداګري وکړي، ځینې اسانتیاوې په پام کې نیول. د دوی د تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې هم هڅې دوام لري څو یې تولید شوي توکي بهر ته صادر شي."


دی وایي چې سوداګرو مېرمنو ته د کار جواز د وېشلو په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته شوي او دوی کولی شي چې د ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت اړوندو مسوولو ادارو ته مراجعه وکړي.


د سوداګرو مېرمنو دا ستونزې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې هم یو شمېر سوداګرو ښځو ازادي راډیو ته ویلي وه چې د طالبانو حکومت د دوی له سوداګری ملاتړ نه کوي، نو له همدې امله یی په تېر یوه کال کې خپله پانګه له لاسه ورکړې او ډېری دوی سوداګري پرېښې او له افغانستانه بهر تللي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus