Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوړو نړیوال پرګرام په افغانستان کې د فقر له زیاتېدو اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پرګرام په افغانستان کې د فقر له زیاتېدو اندېښنه ښودلې.


د خپل پلار له سیوري محرومه ۲۲ کلنه پروانه چې د پنځه کسیزې کورنۍ مشري کوي، ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، د ګلدوزۍ په یو کار خونه کې کار کوي، خو په خپل میاشتني معاش د کور خرڅ نه شي پوره کولای.


هغه زیاتوي: "د ورځې چې څه پیدا کوم همغه خورم، خو داسې ورځې هم شته چې څه نه پیدا کوم چې ویې خورم، زما مور د زړه ناورغي لري او درملو ته یې سمه رسېدنه نه شم کولای. د دې لپاره چې پیسې مو کمې دي او ټول درمل پرې نه شم رانیولی، د همدې لپاره کم اخلم، ډاکټر وايي چې لس، پنځلس او یا هم شل ورځې وروسته خپلې مور راوله خو زه یې نه شم ، ډاکتر راباندې غالمغال کوي چې ولې یې نه راولئ، زه ورته وایم چې پیسې نه لرم، څه وکړم؟"


د پروانې په څېر زرګونه کورنۍ له ورته ستونزو سره مخ دي.


د څلور اولادونو مور سودابه بیا د تخار ولایت اوسېدنکې ده.


د سودابې خاوند چې په یو نانوایۍ کې یې کار کولو تر سوځېدو وروسته اوس اوزګار دی.


د سودابې په وینا، سره له دې چې اړمنو ته زیاتې نړېوالې مرستې راغلی، خو په خبره یې دې دا مهاله هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.


نوموړې زیاتوي: "پخوا مې یو کور کې کار کوو هغې له ما سره ډېر کمک کړی و، اوس مهال مې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. زوی مې وړاندې کراچۍ درلوده، اوس هېڅ هم نه لري. درې میاشتې د کور کرایه راباندې پاتې ده، همداسې توکل پخدای یو. زما غوښتنه دا ده چې یو مسلمان دې له ما سره همکاري وکړي."


دغه کورنۍ داسې مهال له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، چې د خوړو نړېوال پروګرام په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې.


په افغانستان کې ددغه پروګرام دفتر د یکشنبې په ورځ په خپل ټوېټر ولیکل چې په هر ۱۰ کسانو کې ۹ یې کافي خوړو ته لاسرسي نه لري او کورنۍ نشي کولای خپلو اولادونو ته صحي خواړه برابر کړي.


 




دغه پروګرام دغه شان ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۱ میلیونه هغه کسانو ته چې زیانمن شوي او هغه کسان چې د خوړو خوندیتوب نه لري په ټول افغانستان کې رسېدنه کړې.


د خوړو نړېوال پرګرام د سنبلې میاشتې په ۱۰ ویلي و چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري.


دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف د خوړو د خوندیتوب برخې همغږي کوونکي احمد شاه امین زي د سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر شاوخوا ۴ میلیونو ته رسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus