Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملکي تلفاتو ډېرېدل؛ د قربانیانو کورنۍ: طالبان د امنیتي پېښو مخه نه شي نیولی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا اړوندې د بشري خدماتو د معلوماتو څانګې په یوه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اګسټ میاشتې په پرتله په سپټمبر میاشت کې ملکي تلفات ډېر وو.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د AOAV ادارې د راپور پر بنسټ ویلي چې په تېره سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ملکيانو تلفات د اګست میاشتې په پرتله ډېر وو.


د یادې ادارې په راپور کې چې تېره ورځ ناوخته د سپټمبر ۲۲مه د اوچا ادارې د بشري خدماتو د معلوماتو څانګې اړوند په ریلف وېب وېبپاڼه کې خپور شوی راغلي دي چې په سپټمبر میاشت کې د ۶ امنیتي پېښو راپورونه یې ترلاسه کړي دي چې ۲۸۹ تنو ته په کې تلفات اوښتي چې ۲۷۶ تنه یې ملکیان دي.


په راپور کې دغه شان ویل شوي چې په دې پېښو کې ۸۵ تنه وژل شوي او ۱۹۱ تنه ټپیان شوي دي چې ۷ تنه یې ماشومان دي.


د راپور پر بنسټ د سپټمبر میاشتې ۹۱ سلنه تلفات په ښوونیزو مرکزونو او عبادت ځایونو د بریدونو له امله رامنځته شوي.


د سپټمبر د ۲۷۶ قربانیانو له ډلې ۲۳۱ یې په کابل کې، ۴۱ په هرات کې او ۴ یې په تخار کې وو.


په راپور کې همدا شان ویل شوي چې د ۹۲ سلنه تلفاتو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو په ۶ سلنه تلفاتو کې د داعش خراسان څانګه لاس لري.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې راپور تر خپرېدو پورې په سپټمبر میاشت کې د ملکیانو د تلفاتو د ډېرېدو په اړه د اوچا د خپرو شویو شمېرو په اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل، خو تر دې مخکې طالب ویاندویانو ژمنې کړې وې چې د خونړیو پېښو د تکرار مخه نیسي.


د سپټمبر میاشتې په وروستۍ ورځ تر ټولو خونړی برید په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز وشو چې د ملګرو د مرستندوی ماموریت یوناما د راپور پر بنسټ په دې برید کې له ۵۳ کسانو ډېر ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.




په کاج ښوونیز مرکز کې د وژل شویو مرضیې او هاجر د کورنۍ غړې نوریه وايي، د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات نه کېږي.


نوموړې زیاتوي څو میاشتې مخکې په دشت برچي کې په عبدالرحیم شهید لېسې او ورپسې په کاج ښوونیز مرکز برید شو چې ډېر ملکي تلفات یې درلودل.


د نوموړې په خبره، له لومړۍ پېښې وروسته د بلې ورته پېښې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ونه شول نو ځکه دوهمه پېښه هم وشوه.


هغې زیاته کړه: "هغه درد چې نن پر موږ تېرېږي او وروسته تر دې به هم راسره وي، نه غواړو چې نور خلک هم داسې دردمن شي، خو متاسفانه داسې څوک یا حکومت نه شته چې ورته ووایو، د داسې پېښو مخه ونیسي، که ورته ووایو هم اقدام نه کوي او دا بریدونه تکرارېږي."


د طالبانو حکومت تېره ورځ ادعا وکړه چې په کابل کې یې په یو لړ علمیاتو کې یې د داعش ډلې اړوند هغه کسان وژلي دي، چې په وروستیو چاودونه کې یې لاس درلود.




د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم یادې ډلې ادعا وکړه چې جګړه پای ته رسېدلې او امن ټينګ شوی، خو په تېر یوه کال ګڼې امنیتې پېښې شوي دي چې د ارقامو پر بنسټ ډېری قربانیان یې عام وګړي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus