Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان ته د ۳۷۰ پخوانیو چارواکو ستنېدل؛ طالبان: مسلکي شخصیتونو ته دندې ورکوو

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون چې طالبانو سږ کال د مې په وروستیو کې جوړ کړ، ادعا کوي چې د دې کمېسیون له پیله تر اوسه په سلګونه افغان شخصیتونه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.


طالبان په داسې حال کې دا ادعا کوي چې په کابل کې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي د طالبانو له لوري پر دوی له لګول شویو بندیزونو شکایت لري.


د طالبانو د تماس کمېسیون ویاند احمد الله وثیق ازادي راډیو ته تېره شپه وویل: "تر اوسه ۳۷۰ تنه هغه کسان چې د منفي تبلیغاتو له امله یې هېواد پرې ایښی و، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې د پخوانۍ ادارې د وزیرانو، معینانو، لویو رییسانو، د پارلمان غړیو، افسرانو او د امنیت او پوځ د جنرالانو په شمول کسان افغانستان ته بېرته راغلي دي."




د وثیق په وینا د تماس کمېسیون هڅه کوي چې یو افغان هم د وېرې او ترهې د احساس له امله له افغانستانه بهر پاتې نه شي.


بل لور ته احمد الله وثیق د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي دي چې مسلکي او تکړه راستنو شویو ته په نظام کې کار ورکوي.


خو تر اوسه د پخواني نظام داسې مطرح څوک نه تر سترګو کېږي چې له طالبانو سره د دوی په نظام کې کار کوي.


پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د جمهوري نظام له هغو څو محدودو مشرانو څخه دي چې پروسږکال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له واکمنۍ وروسته او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شول.


احمد اله وثیق وایي چې بهر ته د دغو کسانو د تګ راتګ په برخه کې ممانعت نه شته خو حامدکرزي ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د کرزي دې غوښتنې ته چې د جرمني په برلین کې په یوه غونډه کې ګډون وکړي، ځواب نه دی ورکړی.




دا سرچینه چې د خپل نوم له یادولو ډډه کوي، وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته دوی روسیې، هند او اوس جرمني ته د کرزي د سفر مخه نیولې ده.


د پروسږکال د اګست له پنځلسمې راورسته چې طالبانو بیا کابل ونیو، د پخواني حکومت په لسګونو زره کارکوونکي، مسلکي کسان، سیاسي فعالان، د مدني ټولنې غړي، خبریالان او د قومي او مذهبي لږکیو غړي د هغو ګواښونو له مخې چې دوی ته متوجه و له افغانستانه وتلي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus