د کرکټ سیالۍ ؛ نن سریلانکا له ایرلنډ او هند له پاکستان سره لوبې لري
لومړۍ لوبه د سریلانکا او ایرلنډ ترمنځ د کابل په وخت اته نیمي بجې پیلېږي او دوهمه یوه د پاکستان او هند ترمنځ د غرمې دولس نیمې بجې شروع کېږي.
د دې جام د غوره پړاو لوبې پرون پيل شوې چې په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ کوربه استرالیا ته د نهه اتیا منډو په توپیر ماته ورکړه او دوهمه لوبه انګلستان د پنځو منډو په توپیر له افغانستانه وګټله.