د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چار وزارت ته دنده سپارلې، چې په افغانستان کې د بې کارۍ د راکمېدو او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحې جوړې کړي.
د طالبانو حکومت د ارګ په تویټر پاڼه لیکل شوي، چې ښاغلي حنفي د اداري کمېسیون په ناسته کې دغه وزارت ته د هغو دولتي کارکونکو د برخلیک معلوملو په اړه هم دنده سپارلې چې د منحل شویو ادارو څخه بې کاره شوي.
د ارګ په ټویټر دغه شان لیکل شوي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت باید د بېکارۍ د کمېدو لپاره له سکټوري وزارتونو سره په مشورۍ طرحې جوړې او تصویب لپاره یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې دغه ګام پورته کوي، چې په افغانستان ددوي د بیا ځلي واکمنېدو سره د بیکارۍ او فقر کچه زیاته شوې، او په کور دننه او بهر يې ګڼې اندېښنې راپارولي دي.