د قزاقستان ولسمشر وايي، د شتمنو او بې وزلو ترمنځ 'د نه منلو خلا' په دغه هېواد کې د حکومت ضد خونړیو اعتراضونو سبب شوه.
قاسم ژومارت توقایف د مخکښو کار و بارونو له استازو سره نن په کتنه کې وویل، د ځینو معترضانو له خوا د ایجادو شوېو ستونزو د حل لپاره، واقعي اصلاحاتو او په ټولنیزو جوړښتونو کې ژور بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.
په قزاقستان کې د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله اعتراضونه پیل شول چې وروسته د لوی ښار الماتې په ګډون نورو ښارونو ته پراخ شول.
چارواکي وايي، د اعتراضونو پرمهال په تاوتریخوالي کې د ۱۹ پوځیانو په ګډون ۲۲۷ کسان مړه شوي او ۱۲زره نور نیول شوي دي.