Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی نږدې ورځو کې افغانستان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستانی پلاوی ژر افغانستان ته سفر وکړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له یاد پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، افغانانو په ځانګړي توګه ناروغانو ته د ویزو او د افغان کډوالو په اړه په مهمو مسایلو خبرې وکړي. 


مجاهد افغانستان ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو پاکستاني رسنیو له هغې ډلې ډان ورځپاڼې تېره ورځ ناوخته د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی د جنورۍ په اتلسمه کابل ته ځي. 




د ډان د راپور له مخې، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به له یوه پلاوي سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د ارزونې او په دغه هېواد کې د بشري ناورین پر مخنیوي تمرکز وکړي.


پاکستاني رسنیو ویلي، د معید یوسف په مشرۍ د پاکستاني پلاوي او طالب چارواکو په لیدنو کې به تر ډېره په بشري مرستې، د سوداګرۍ پراختیا، روغتیايي همکارۍ او د لوړو زده کړو په مسله باندې خبرې وشي.


د پاکستان دا پلاوی داسې وخت کابل ته ځي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان یو لړ وروستیو څرګندونو تُند غبرګونونه پورته کړي دي.


د پاکستان د صدراعظم دفتر په دې وروستیو کې ټوېټ کړی چې عمران خان پاکستاني چارواکو ته لارښوونه کړې څو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د طب، معلوماتي ټکنالوژۍ، محاسبې او مالیې په برخو کې تکړه او روزل شوي کارکوونکي دغه هېواد ته ولېږي.


د خان څرګندونو ته د غبرګونو په دوام پرون د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د عمران خان وړاندیز رد کړ.


ښاغلي متقي وویل:" د پاکستان د صدراعظم خبره، نو افغانستان تاسو ته معلومیږي چې ډېر ښه کدرونه لري. ډېر ښه تعلیم یافته شخصیتونه لري. د افغانستان حکومت تر اوسه هېڅ داسې خلا نه ده حس کړې چې هغه خلا په پردیو او د نورو هېوادونو په کدرونو باندې ډکه کړي. نو افغانستان اوس وخت دې ته ضرورت نه لري چې له نړۍ نه څوک راشي او دلته کار وکړي. البته افغانستان اقتصادي مشکلات لري. نړیوال باید ورسره مرسته وکړي. له هېوادوالو سره. خصوصاً په دې روان ژمي کې." 




بل خوا د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي، چې افغانستان سلګونه زره لوستې نجونې او هلکان لري چې په کور دننه او بهر یې خپلې زده کړې بشپړې کړي او بهرنیو کارکوونکو ته هېڅ اړتیا نه لري.




په ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼو فعالانو د پاکستان د صدراعظم د څرګندونو په اړه لیکلي چې افغانان پاکستاني کارکوونکو ته اړتیا نه لري.


 ګڼو دغو ځوانانو لیکلي چې په بېلابېلو برخو کې یې زده کړې کړي او کاري تجربه لري خو وزګار دي. 


دا لا څرګنده نه ده چې کابل ته د پاکستان د لوړپوړي پلاوي په دې پلان شوي سفر کې افغانستان ته د پاکستاني کارکوونکو د استولو په اړه هم بحثونه کېږي که څنګه؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus