Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونېسف په افغانستان کې له ۶۵ زره کورنیو سره د نغدو پيسو د وېش لړۍ پیل کړې

د یونېسف چارواکي وایي تېرو شلو کلونو کې دوی لومړنۍ نړیواله اداره شوه چې کارکوونکي یې نورستان ته ځي او هلته له خلکو سره مرستې کوي.


د یونېسف د نغدو پيسو د مرستو یوه تنظیموونکې نینکې ووپېن له خپلو همکارانو سره د نورستان مرکز پارون ته تللې ده.


هغې په یوه پيغام کې زیاته کړه چې د ژمي پر مهال اړمنو ته د مرستو تر ټولو اغېزمنه لار همدا د نغدو پيسو وېش دی.


ووپېن وایي:" موږ دلته د نغدو پيسو د وېش یوه مرکز ته راغلي یو چېرته چې کورنۍ پيسې ترلاسه کوي څو خپلې اساسي اړتیاوې پرې پوره کړي. هغوی چې په هر رقم دا پیسې کاروي کولای یې شي که ګرمې کمپلې اخلي، خواړه یا د ماشومانو د درملنې لګښت پرې ورکوي. د دغو ښځو اسناد کنټرولېږي او وروسته به پیسې ورکړل شي."




پارون سره له دې چې سختو واورو پوښلی او مواصلاتي لارې یې هم ستونزمنې دي خو بیا هم د مرستو د ترلاسه کولو لپاره له لېرې او نږدې سیمو ګڼ اړمن د مرستو د وېش مرکز ته ورغلي.




د پارون یوه اوسیدونکې چې پیسې یې ترلاسه کړي وايي:" زه به په دې پيسو باندې خپلو ماشومانو ته خواړه واخلم. د هغوی لپاره به ګرم ژمني کالي هم واخلم."


د یونېسف له لارې پر اړمنو د نغدو پيسو د وېش لړۍ تازه پیل شوې ده.




تمه ده دمګړۍ د نورستان په ګډون په درېیو ولایتونو کې ۶۵ زره اړمنو او بې وزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.


ملګري ملتونه له څو اوونیو راهیسې افغانستان ته نغدي پیسې استوي او بیا یې د خپلو بېلابېلو ادارو له لارې په مستقیمه توګه په اړمنو خلکو باندې وېشي. 




د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف افغانستان څانګې مرستیال فاروک ادریان دومون په خپل ټوېټر باندې د یونېسف د نغدو پيسو د وېش کارکوونکي ستایلي چې په سختو شرایطو کې اړمنو ته مرستې رسوي.


ښاغلي ومون زیاته کړې چې دا ډېره لویه لاسته راوړنه او غټه خبره ده چې یونېسف د افغانستان په ډېرو لرو پرتو سیمو کې له اړمنو سره د نغدو پيسو مرسته ویشي.


د یونېسف دغه چارواکي زیاته کړې چې په هر ډول شرایطو کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې هوډ لري. 


ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په روان ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري ځکه له دې ډلې اکثر له سختې لوږې سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus