د اروپايي ټولنې یوې لوړپوړې چارواکې ویلي، له ایران سره د اټمي تړون په اړه راتلونکي دور خبرې به را روانه دوشنبه په ویانا کې پيل شي.
د ایران د اټمي چارو په اړه د اروپايي ټولنې د خبرو همغږې کوونکې انریکا مورا پرون په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې.
هغې زیاته کړې، په راتلونکي دور کې باید په اساسي او مهمو مسالو خبرې وشي او له امریکا سره باید له نږدې کار وشي.
امریکا تر اوسه په مستقیمه توګه له ایران سره په خبرو کې ګډون نه لري.
هاخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، هېواد یې د چا فشار ته غاړه نه ږدي، خو ویانا کې به په ښه نیت خبرې ترسره کړي.
دی وايي: "زموږ مقابل لوري دې پوه شي چې که یو امتیاز راکوي او لس غواړي نو ایران به هېڅکله دا لار ورسره ونه مني. دغو خبرو کې زموږ د هوکړې وړ سند هغو ژمنو ته رسېدل دي چې د برجام ټولو خواو اشاره ورته کړې ده."
د نړۍ لویو قدرتونو امریکا، بريتانیا،فرانسې، چین، روسیې، جرمني او اروپايي ټولنې ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه.
۲۰۱۸ کال امریکا له دې تړون ووته او پر ایران یې سخت بندیزونه ولګول چې په ځواب کې یې دغه هېواد هم د اټمي تړون څخه سرغړونې پيل کړې.