سیدني مورنېنګ هیرالډ
سیدني مورنېنګ هیرالډ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، د امریکا متحده ایالاتو د خزانې ادارې اجازه ورکړه چې له افغانانو سره مرستې وشي څو د پراخې قحطۍ مخه ونیول شي.
په دې مقاله کې وړاندې راغلي چې دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې مرستندویه ادارو، ملګرو ملتونو او طالبانو بیا بیا دا غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د اقتصادي ماتې او لوږې مخه ونیول شي.
ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي ادارو خبرداری ورکړی دی چې له طالبانو سره د اقتصادي معاملاتو ممانعت او د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کېدل به ډېر ژر په دغه هېواد کې د یوه ناورین سبب شي.
د متحده ایالاتو د خزانې ادارې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان ته د یو شمېر نړیوالو مرستو د رسېدو په خاطر ځانګړي جوازونه صادروي.
د دې پرېکړې له مخې، د بندیزونو سربېره د متحده ایالاتو حکومت او نړیوال سازمانونه د ملګرو ملتونو په شمول اجازه ترلاسه کوي چې د افغانستان دننه فعالیت وکړي او بشري مرستې ورسوي.
وروسته تر دې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو، د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نههنیم میلیارده ډالر اسعاري زېرمه کنګل کړه.
ورځپاڼه د چارواکو په وینا لیکي چې د بایډن اداره د اوس لپاره د دغو پیسو د ورپرېښودو په اړه غور نهکوي.
د امریکا متحده ایالات او نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه رعایت کړي، اجازه ورنهکړي چې نړیوالې ترهګرې ډلې له افغانستانه متحده ایالاتو او متحدانو ته تهدید رامنځته کړي.
ایرواېشیا رېویو
د لوېدیځ یوه بله خپرونه ایرواېشیا رېویو د افغانستان په اړه خپله تازه خپره کړې مقاله له خبرداریو سره پیلوي او لیکي چې ګڼ ګواښونه داسې دي چې افغانستان وروسته له څو لسیزو جګړو اوس له یوه ناوړه وضعیت سره مخامخېږي.
د خپرونې په باور که چېرته په وخت اقدامات ونهشي نړۍ به په دې سیمه کې بشري ناورین وګوري.
ایرواېشیا رېویو بیا لیکي چې ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او مرستندویانو خبرداری ورکړی دی چې په لنډ وخت کې د افغانستان د اقتصاد له لهمنځه تلو سره به انساني ناورین په دغه هېواد کې رامنځته شي.
خپرونه وړاندې لیکي چې اصلي علت د طالبانو واکمنېدل دي چې له دې سره ټولې مرستې له افغانستان سره ودرېدې.
ایرواېشیا رېویو په دې ترڅ کې د ډسمبر په ۱۹مه د پاکستان په کوربهتوب د اسلامي همکاریو د سازمان غونډې ته اشاره کوي او لیکي چې دا یو ابتکار و، خو پاکستان د افغانستان د ستونزې د رامنځته کېدو یو عامل ګڼل کېږي او اوس اندېښنه لري که د افغانستان وضعیت ژر ښه نهشي کډوال به په داسې وخت کې ورمات شي چې د پاکستان خپل اقتصاد سخت ځپل شوی دی.