د جنوبي کوریا حکومت پخوانۍ ولسمشرې، پارک ګیون هی ته چې د بډې اخېستنې او د اداري فساد د نورو تورونو له کبله د اوږدې مودې بند موده تېروي، عفوه اعلان کړه.
د جنوبي کوریا عدلیې وزارت نن اعلان وکړه چې پارک په هغه لېست کې شامله ده چې ځانګړې عفوه ورته په پام کې نیول شوې ده.
د دغه هېواد د عدلیې وزیر پارک بیوم کی وویل: "موږ په خپل فهرست کې پخوانۍ ولسمشره هم شامل کړې چې پر تېر تاریخ غلبه حاصله شي، د خلکو یووالی درک شي او د نوي راتلونکي پر لوري ګام اخیستو ته زمینه برابره شي."
د خلکو قدرت په نوم د محافظه کار اپوزیسیون د عمده ډلې پلویانو او سیاستوالو د مارچ میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د پخوانۍ ولسمشرې پارک د عفوې غوښتنه کوله.
مېرمن پارک په ۲۰۱۲میلادي کال کې د ولسمشرې په توګه ټاکل شوې وه، خو وروسته له واکه وپرځول شوه.