د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پرون د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پای ته ورسېد.
په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو د ملي عملیاتي مرکز مشر نېک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس پر دې لګیا دي چې معلومه کړي څه شمېر ماشومان واکسین شوي دي.
ښاغلی مومن زیاتوي: "موږ په ۲۱ ولایتونو کې په پوره بریالیتوب سره کمپاین ترسره کړ، موږ له ټولو ولایتونو سره په تماس کې یو، د امنیتي پېښې کوم راپور نهلرو، موږ به د ډسمبر په ۲۰مه په ۱۳ نورو ولایتونو کې هم دا کمپاین ترسره کړو."
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس لا پهکې پاته دی.
سږ کال افغانستان کې د پولیو ۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال دا پېښې ۵۴ وې.