په هند کې د افغانستان سفیر وایي، هندي حکومت پرېکړه کړې چې تر پسرلي پورې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د بستهبندۍ پر کړنلارو لګول شوي محدودیتونه کم کړي دي.
فرید مامومندزي پر خپله ټویټرپاڼه دا د افغانستان او هند سوداګرو ته ښه خبر یاد کړی او لیکلي یې دي، دا به په دې سختو شرایطو کې له افغان بزګرانو سره د همکارۍ یو ګام وي.
هند د افغانستان د زراعتي محصولاتو او په ځانګړې توګه تازه مېوې یو له عمده مارکېټونو څخه دی.
له دې وړاندې افغان سوداګرو ویلي و، هند د افغانستان د کرنیزو توکو پر بستهبندۍ نیوکې لري او سخت شرایطیې ورته وضع کړي دي.
د افغانستان او هند ترمنځ سوداګرۍ ځکه د پام وړ ده چې په افغانستان کې طالبان چې د هند د سیال پاکستان ملګري بلل کېږي، واک ته رسېدلي دي.
طالبانو بیا ویلي، دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره یو ډول بهرنۍ اړیکې جوړوي.