افغان ژباړونکي: ترکیې په میدان پرېښودو، پناه نه راکوي
دوی وايي چې شمېر یې له یو سلو لسو تر یو سلو شلو کسانو ته رسېږي خو په میدان پرېښودل شوي دي.
دوی وايي، له ناټو هم غواړي چې مرسته ورسره وکړي ځکه چې په افغانستان کې یوازې د طالبانو له ګواښ سره نه دي مخامخ بلکې د داعش او نورو سختدریځو ډلو له لوري هم ګواښل کېږي.