Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې لاریون؛ د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړئ، د خلکو پیسې دي د طالبانو نه

په کابل کې لسګونه کسانو په یوه اعتراضه لاریون کې له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه.


د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۲» له غرمې وروسته په کابل کې دغه لاریون د افغانستان د مسلمانو ځوانانو (نجم) په نوم د غیر دولتي بنسټ له لارې ترسره شو.


د لاریون ګډونوالو ویل چې افغانان د افغانستان د پیسو د کنګل کېدو له امله له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


د امریکا له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو کنګل کېدو د افغانستان د بانکونو اقتصادي چرخش هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.


اوس هڅې روانې دي چې دا پیسې ازادې او په کار واچول شي، ترڅو په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.


د دغه لاریون چمتو کوونکي‌ بابر تیموري ازادي‌ راډیو ته وویل چې دا پیسې د طالبانو نه، بلکې افغانانو پورې اړه لري.


ښاغلی تیموري زیاتوي: "لاریونوالو له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو وغوښتل چې کنګل شوې پیسې ازادې کړي، ځکه له ستونزو سره په خوا کې د افغانانو پر وړاندې یو جدي ظلم دی، څومره چې ژر کېږي دا پیسې باید یو ځل بیا د افغانانو په واک کې ورکړي."




د افغانستان بانک د راپور له مخې ټولې کنګل شوې پیسې شااوخوا ۹،۴ میلیارده ډالره کېږي چې درې میلیارده ډالره سوداګرو پانګه‌والو پورې اړه لري او کنګل کېدو یې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.


د دغه بانک په وینا، د کنګل کېدو له امله مأمورینو معاشونه نه‌دي اخیستي، راکړې ورکړې کمې شوي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ بهیر ته هم زیان اوښتی.


شااوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د افغانستان له بشپړ سقوط وروسته د افغانستان پیسې د امریکا له لوري کنګل شوې.


د اقتصادي چارو افغان کارپوه صمیم صارم وايي چې د امریکا دغه اقدام د عادي خلکو په ژوند ناوړه اقتصادي اغېز کړی او د افغان سوداګرو او پانګه‌والو فعالیتونه‌یې سخت اغېزمن کړي.


د صارم په وینا د دغو پیسو عمده برخه سوداګرو پورې اړه لري، باید ژر تر ژره ازادې شي، ورسره په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي چې هېواد به له ناوړه جدي ناورین سره مخ کړي.


ښاغلی صارم وايي: "د افغانستان د پیسو کنګل کېدو له بده مرغه په هېواد کې پولي چرخ لنډ او محدود کړی، له بده مرغه له دې سره بې‌کاري او بیې لوړې شوي، افغانستان‌یې له جدي اقتصادي ستونزې سره مخ کړی، له بېلابېلو فشارونو سره مخ دی، کنګل شوې پیسې سوداګرو پورې اړوند وې، انساني ناورین ورسره زیاتېږي."




له دې وړاندې طالبانو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او ان عامو افغانانو په کابل او ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو له لارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.


مخکې له دې ځینو راپورونو د امریکايي چارواکو له قوله چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي ویلي، پرې به نږدي چې طالبان د افغانستان له پولي زېرمو نه ګټه واخلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus