د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړ چې په یمن کې ۱۶ ملیونه انسانان د لوږې په درشل کې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام پر اساس، که د اړتیا وړ مالي مرسته ونهشي، راتلونکې اکټوبر میاشت به د ملیونونو یمنیانو خوراکي مرستې پای ته ورسېږي.
د دې پروګرام رئیس ډېوېډ بېسلي پرون (پنجشنبه) وویل، د روان کال په لومړیو کې جنګځپلي یمن ته د بشري مرستو بودجه خلاصه شوه او یوازې د امریکا، جرمني، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د مالي مرستو په نتیجه کې دوی د بشري ناورین مخه ونیولای شوه.
ده خبرداری ورکړ چې که نړیوالې ټولنې نوره مالي مرسته ونهکړه په اکټوبر کې به د شااوخوا ۳ ملیونه او ۲ لکه او په ډسمبر کې د شااوخوا ۵ ملیونه یمنیانو خوراکي مرستې ختمې شي.