Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونیسف: افغانستان د ماشومانو لپاره په دې وروستیو کې تر ټولو بد ځای دی

د کندهار  اوسېدونکې بي بي شبنم د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې ده، خو اوس د افغانستان د نظام بدلون له سره یې د زده کړو بهیر له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.


شبنم اندېښمنه ده او وایي چې د طالبانو په راتګ سره د تعلیم لپاره یې هیلې او خوبونه له اوبو سره لاهو شوې: "د نظام په بدلون سره ټولې نجونې په کورونو ناستې دي، برخلیک یې نا معلوم دی، دوی وایي چې ژر به بېرته درس پیل شي، خو هېڅ معلوم نه دي، خلک په بد اقتصادي حالت کې دي د خوراک لپاره هېڅ نه لري."


شبنم د خپلې کورنۍ او خلکو د خراب اقتصادي حالاتو له امله له نړیوالو غواړي چې افغانانو سره دې د دې ستونزو د حل په برخه کې جدي پام وکړي.


بل خوا د وروستیو جګړو له امله له تخار ولایته کابل ته د یوې کډه شوې کورنۍ سرپرسته چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې د خپلو ماشومانو د کړاونو په اړه وویل: "دا مهال مې ماشومان په ډېرو بدو حالت کې دي، دوی هر وخت ځي سرای شمالي سیمه کې موټرو ته غږونه کوي، ورځ کې پنځوس یا سل افغانۍ ګټي، ډېره بې کاري ده، موږ دلته د شهرنو پارک کې خیمه وهلې او په کې ژوند کوو."


دا په داسې حال کې ده چې یونیسف هم په افغانستان کې د افغان ماشومانو پر ژوند او ناخوالو ژوره اندېښنه ښودلې ده.


د د دغې نړیوالې ادارې چارواکو د طالبانو د وروستۍ اعلامیې په خپرولو چې په هغه کې د لیسو لپاره نارینه وو زده کوونکو ته د تګ اجازه شوې، ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سره افغانستان په ځانګړي توګه د نجونو  لپاره نور هم بد او تیاره شو.


دوی وایي، دا مهال یو میلیون ښځینه زده کوونکې له زده کړو بې برخې  شوي دي.




په افغانستان کې د یونیسف د ارتباطاتو مشرې سیم مورټ د ملګرو ملتونو سازمان کې د نړیوالو ارتباطاتو له عمومي منشي میلیسا فلیمینګ سره په خبرو کې د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه ویلي: "افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو لپاره د ځمکې یو له تر ټولو بد ځایونو څخه و او په دې وروستیو میاشتو کې دا خورا تیاره ځای شو نو دا مهمه ده چې د نړۍ سترګې او غوږونه زیان منونکو باندې تمرکز وکړي او د دوی سره مرسته وکړي."


یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق چاروکو ویلي، دا مهال د نیم هېواد وګړو ترڅنګ لس میلیونه افغان ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.


دوی ویلي، د یونیسف اداره اړه ده چې افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره افغانستان کې پاتې شي.


خو دغې ادارې د خپلو کار کوونکو پر امنیتي ستونزو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا مهال ډېری کار کوونکي یې له کوره کار کوي او ښځینه کار کوونکې یې بیا د همد ستونزو له امله له کوره بهر وتلی نه شي.


ازادي راډیو هڅه وکړه څو د یونیسف د چارواکو د دغو څرګندونو او اندېښنو په اړه د طالبانو نظر هم واخلي، خو د دغې ډلې ویاندویانو ددې راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


خو له دې وړاندې یې د شپږمو ټولګیو د پورته ښځینه زده کوونکو په اړه یې ویلي وو چې د حالاتو په ښه کېدو به ورته د زده کړو زمینه برابره شي.


یونیسف په داسې وخت کې د افغان ماشومانو د بدو حالاتو په اړه اندېښنه ښیي چې پر افغانستان د طالبانو له کنټرول سره په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده او د دغه هېواد اوسېدونکي له کمزوري اقتصادي وضعیته کړیږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus