Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا: نړۍ په تمه ده چې طالبان کړې ژمنې عملي کړي، خو طالبان ځان ژمن بولي

له هغې وروسته چې طالبانو د نوي حکومت لپاره خپل کابینه اعلان کړه دې عمل ته ګڼو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه وښودل.


که څه هم امریکا په دې تړاو ښکاره څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شااوخوا شلو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه یوې ناسته کې ویلي چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي.


نوموړي تېره شپه ناوخته په خپل ټویټر لیکلي چې له شلو هېوادونو سره د افغانستان په اړه ګټوره ناسته درلوده.


ښاغلي بلېنکن لیکلي، ټول دې ته په تمه دي چې طالبان څه ډول عمل کوي او هغه ژمنې یې چې کړي باید عملي بڼه ومومي.




نوموړي وړاندې لیکلي چې طالبان باید د بشري حقونو، د دوی د اتباعو او هغه افغانانو ته چې ګواښ ورپېښ دی د بهر تګ اجازه او له ترورېزم سره مبارزه کې خپل ژمنې عملي کړي.


له بلې خوا بیا اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري د نوي حکومت لپاره د اعلان شوي کابينې په غبرګون کې ویلي سره له دې چې طالبانو د خپلې کابیني برخه کې د مذهبي مشرانو او مېرمنو د ګډون خبره کړې وه، خو دوی په خپلو ژمنو عمل ونه کړ.


د اروپايي ټولنې مرستیال (مرسو سیفکویس) تېره ورځ بلجیم کې یوې خبري غونډې ته وویل، اروپايي ټولنه د بشري حقوقو او مرستو برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ  ته چمتو ده، خو طالبان باید خپلې کړې ژمنې عملي کړي.


طالبان بیا دغه څرګندونو ته په ځواب کې وايي چې دوی خپلو کړیو ټولو وعدو ته ژمن دي.


د طالبانو د مطبوعاتو برخې یوه غړي بلال کریمي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له لوري ټولې ژمنې ترسره شوي، خو مقابل لوري په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.




کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارات خپلو ټولو کړو وعدو ته ژمن دی، د افغانستان خاروه به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو دا جانب مقابل دی چې خپلو وعدو ته ژمن نه دی پاتې شوی، همدا اوس د دغه هېوادونو څرګندونې په یو ډول د افغانستان په چارو کې لاس وهنه ده."


ښاغلی کریمي ټينګار کوي چې طالبان د ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.


طالبانو دوه ورځې وړاندې د نوي حکومت لپاره خپل کابینه اعلان کړه چې تر ډېره په کې د طالبانو نږدې غړيو ته ځای ورکړل شوی او هېڅ مېرمنه په کې نشته.


که څه هم طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپېژني، خو تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد په ښکاره د دوی دا غوښتنه نه ده منلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus