Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لاریونونه؛ ترنم: طالبانو د ټوپک په ميل داسې ووهلم چې لا مې هډوکي درد کوي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له منځته راتګ سره سم يو شمېر مېرمنو د خپلو حقونو د غوښتنې په اړه د لاريونونه په کولو لاس پورې کړی.


خو د دې مېرمنو ګڼې هغه يې د طالبانو له لوري له تاوتريخوالي سره مخ شوي دي.


ازادي راډيو له يو شمېر هغه مېرمنو سره غږیدلې چې په دې لاريونونو کې ټپيانې شوي دي.



په ترنم څه تیر شول؟


۳۴ کلنه ترنم د هغې پېښې کيسه کوي چې د لاریون پر مهال ورسره مخ شوې وه وايي، دوی د لاريون له لارې غوښتل چې د خپل حق غوښتنه وکړي، خو طالبانو يې لاريون ته په وهلو ډبولو او هوايي ډزو ځواب ورکړ.


ترنم زیاتوي، طالبانو د ټوپک په ميل داسې وهلې چې تر نننه يې د بدن هډوکي درد کوي: ''کله چې موږ لاريون کاووه دوی د تسمو او د ټوپک په ميل باندې زموږ د نجونو په وهلو شروع وکړه، يانې داسې نه وه چې دوی موږ ډارولو، اول يې هوايي ډزې وکړې بيا يې د سړک تر نيمايي پورې نجونو پسې منډې کړې، د يوه ټوپک ميل باندې زه ولګېدم بيا مې نجونو ته وويل چې وتښتئ.''



مریم خپله کیسه داسې تیروي


۳۳ کلنه مريم بيا د طالبانو له راتګ وړاندې د بشري حقونو يو بنسټ کار کوونکې وه وايي، د خپل حق لپاره چې اوس ترې اخيستل شوی، د نورو نجونو سره يې يوځای په لاريون کې ونډه اخيستې وه.




دې د سې شنبې، چهار شنبې او جمعې په ورځ پرله پسې په لاريونونو کې ګډون وکړ، خو دوه ځله د طالبانو له لوري ډبول شوې ده.


مریم زیاتوي: ''په لومړۍ ورځ يې د اوبو په پايپ مټ ته ووهلم، په بله ورځ هم په همدې ځای ولګېدم ډېر درد يې وکړ، لکه سوځيدلې چې وي، پټ مې پوستکي اچولي، نه پوهېږم چې زهر يې لرل که څه شي په کې وو.''


سره له دې چې مريم دوه ځلي د طالبانو له لوري وهل شوې خو وايي، د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.


طالبانو تېره ورځ اعلان وکړو چې دستي لپاره د حکومت له اجازې پرته هېچا ته لاریون کولو حق نه ورکوي، ځکه د دغه ډلې په وینا اوس مهال لاریونونه د ستونزو د جوړولو په هدف دي.


ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړي، خو د خبرو کولو لپاره چمتو نه شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus