د طالبانو مسوولین تاییدوي چې پنځه تنه مخکیني افغان پولیس تېره ورځ وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دا کسان تېره ورځ د ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې له خپلو کورونو ایستل شوي او بیا وژل شوي دي.
په لومړۍ پېښه کې چې د ښار په نهمه حوزه کې شوې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د دهلې د پوستې قوماندان توریالی او د هغه درې وروڼه وژل شوي.
دوهمه پېښه د کندهار ښار د پنځمي حوزې د نساجي له پله سره شوې چې په کې د امنیه قوماندانۍ د جنایي څانګې کار کوونکی فدا محمد له کوره ایستل شوی او وژل شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه مسوول رحمت الله نړیوال او د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي د دغو کسان وژل کېدل تایید کړي، خو ویلي یې دي چې طالبان په دې پېښو کې نه دي ښکېل.
طالبانو ویلي د دې وژنو په تړاو څېړنې وي او هڅه کوي عاملین یې ونیسي.