Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

حنیف اتمر: په افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړنه پیلېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له دې وروسته هر هغه څوک چې په افغانستان کې جرم ترسره کوي، په هېڅ ځای کې خوندي نه‌دي.


حنیف اتمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰  کال د غويي ۲۸» ناوخته د عدلیې له وزیر او د لوی څارنوالۍ له سرپرست سره په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دا موضوع‌یې په لاهه کې د نړیوالې جزايي محکمې مقر ته د سفر پر مهال مطرحه کړې ده.


ښاغلی اتمر وايي، نړیواله جزايي محکمه به نه‌یوازې له افغان حکومت سره د تېرو جرمونو، بلکې د اوسنیو او راتلونکو جرمنو په برخه کې هم همکاري وکړي.


دی زیاتوي: "دا مسئله موږ مطرحه کړه چې نړیواله محکمه او افغان دولت به نه‌یوازې د هغه جرمونو په اړه چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې شوي دي، بلکې هغه جرمونه چې اوس او په راتلونکي کې هم پېښېږي، یوځای به څاري، پلټنه به‌یې کېږي او مجرمین به د قانون منګولو ته سپاري."




ښاغلي اتمر زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت قضايي بنسټونو او د نړیوالې جزايي محکمې همکاري به د جنګي جنایتونو دوسیې، د کابل په لوېدیځ کې د سیدالشهدا په ښوونځي او د لوګر د مرکز د پل علم په ښار کې په یوه مېلمستون له برید پیلېږي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هغه کسان چې جنګي جرمونه ترسره کوي له مجازاتو به خوندي نه‌وي.


نوموړي زیاته کړه، د جنګي جرمونو نړیوالو مرتکبینو په ځانګړي ډول د بهرنیانو مجازات به اسانه نه‌وي، خو په خبره‌یې دې دوسیو ته د رسېدنې لپاره جدي اراده موجوده ده.


دا مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان له زندانونو له شپږ زره زیات طالبان خلاص شوي چې لسګونه‌یې په درنو جرمونو مرتکب دي او په اعدام محکوم شوي وو.


حنیف اتمر وايي چې دوی د ملي او نړیوالې اجماع له مخې ازاد شوي دي.




په ورته وخت کې د نړیوالو حقوقو کارپوهان د افغان حکومت دا اقدام چې له نړیوالې جزايي محکمې یې د همکاریو غوښتنه کړې، مهم بولي.


د دغو کارپوهانو له ډلې صمیم امین په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې په تېرو څلورو لسیزو کې په افغانستان کې هېڅوک هم محکمه شوي نه‌دي او حکومت نه‌دی توانېدلی چې کوم مجرم محکمه کړي، نو په اوسنیو شرایطو کې له نړیوالې محکمې د افغان حکومت دا ډول غوښتنه ډېره معقوله ده، دا همکاري کېدای شي چې ګټوره تمامه شي."


ښاغلی امین ټینګار کوي چې د افغانستان قضايي بنسټونه باید نړیوالې جزايي محکمې ته د څېړنو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغان حکومت تل دا انتقادونه موجود دی چې مجرمینو ته د جزا په ورکولو کې ناتوانه دی.


خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې حکومت د دې وړتیا او ظرفیت لري، خو دا ظرفیت باید د نړیوالې جزايي محکمې په همکاریو لا پياوړی شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus