Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

"ډېر ژر به یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور د سولې په پار طالبانو ته جرګه شي"

یو شمېر دیني عالمان او قومي مخور غواړي د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره طالبانو ته جرګه شي.


په سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار محمد اکرم خپلواک وايي، دا وړاندیز یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو له ښاغلي غني سره په لیدنه کې کړی او جمهور رییس هم ترې هرکلی کړی.


ښاغلي خپلواک د سې‌‌شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دیني عالمانو او قومي مشرانو جمهور رییس غني ته ویلي، دوی به په دې جرګه کې له طالبانو سره د سولې د ارادې او نورو موضوعاتو په اړه وضاحت وغواړي.




ښاغلي خپلواک زیاته کړه: "جمهور رییس غني د دوی له دې وړاندیز چې مقابل لوري ته هم ولاړ شي، هرکلی وکړ. دا یو مثبت ګام دی چې څه ډول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو خواوو سره په دې اړه وغږیږي، هم د منځګړیتوب پر بنسټ او څه ډول وشو کولی ټوله پروسه افغاني او ولسي کړو او څه ډول وشو کولی چې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."


ښاغلی خپلواک زیاتوي، د ولسونو دا جرګه به مثبتې پایلې ولري او د سولې د راتلو لامل به شي.


د جمهور رییس غني د سلاکار په خبره، دا جرګه د دیني عالمانو او قومي مشرانو له‌خوا جوړېږي او پر همدې بنسټ یې ټولې چارې ولسي دي او ژر به یې نور جزییات روښانه شي.


طالبانو تر اوسه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو له دې وړاندې یې ویلي وو، د سولې لپاره بشپړه اراده لري.


جمهوري ریاست هم مني چې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره کتنه کې د جمهور رییس غني له خوا د افغان حکومت د سولې ټول لید لوری دوی ته تشریح شوی او په دې برخه کې د ولسي ملاتړ هرکلی شوی.


په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وايي، له هر هغه ګامه هرکلی کوي چې د سولې خبرو د پرمختګ سره مرسته کوي او له مخې یې تاوتریخوالی پای ته رسېدلی شي.




د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله کې د افغان حکومت رهبري او د ملي مصالحې عالي شورا په دې هڅه کې ده چې له ټولو هغو کړنلارو ګټه واخلو چې له مخې یې یوې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."


که څه هم طالبانو ته دا تلونکې جرګه ولسي ده، خو له دې وړاندې افغان حکومت پر دې ډلې غږ کړی چې هر ډول غواړي د سولې خبرې مخ‌ته یوسي، دوی ورته چمتو دي.


تر دې چې جمهور رییس ویلي، حاضر دی چې له طالبانو سره هر ځای چې دوی وغواړي د سولې مخامخ خبرې وکړي.


خو طالبان بیا وايي، د سولې د خبرو ادرس معلوم دی او پر حکومت تور لګوي چې د دې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.


افغان حکومت بيا برعکس طالبان تورنوي چې د پردیو د ګټو لپاره یې جګړه روانه ساتلې او د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus