Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د 'پاکستاني جنګیالیو' مړي؛ ملي امنیت شورا وايي د طالبانو لیکو کې لاهم بهرنیان دي

د ننګرهار په حصارک او د فاریاب په پشتونکوټ ولسوالیو کې  د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې د پنځه پاکستانيانو د وژل کېدو ادعا.


د ننګرهار سیمه‌ییزه اداره د دغه خبر په دوام وايي، د دوی جسدونه له پېژندنې وروسته د سره میاشتې ټولنې په مرسته پاکستان ته ولېږل شول چې کورنيو ته‌یې وسپارل شي.


اوس د افغانستان ملي امنیت شورا دې موضوع ته په اشارې سره وايي، طالبانو لا هم له بهرنیو وسله‌والو سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او په وینا یې همدا دلیل و چې امریکا د دوحې هوکړه‌لیک له سره وارزاوه.


د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۸» ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په افغانستان کې له نورو ترورېستي ګروپونو سره ایډیالوژیکي او اقتصادي اړیکې لري او د دې ډلې پرېکون له بهرنیو ډلو سره سخت دی، د طالبانو په لیکو کې اوس هم د نورو هېوادونو اتباع شته او عملآ په جګړه کې دخیل دي، له همدې امله د دوحې هوکړه د امریکا له‌خوا بیا وارزول شوه."




له دې وړاندې هم افغان حکومت طالبان له بهرنیو وسله‌والو ډلو سره په اړیکو تورن کړي و.


شاوخوا کال وړاندې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته د دې هوکړې یو مهم شرط له بهرنیو وسله‌والو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکون و.


خو طالبان بیا د افغان حکومت دغه ادعاوې ردوي او وايي چې دا د مشخصو کړیو تبلیغات دي.


د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سې شنبه ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ويلي: "زموږ ستاسو کډوال چې په نورو ملکونو کې دي، دلته افغانستان ته د جهاد لپاره راځي او هم دلته شهیدان کېږي، طبیعي خبره ده چې د سره صلیب او یا هم د یو بل چا په همکارۍ به‌یې جسدونه خپلو کورونو ته انتقالېږي، دا خبره بعیده نه‌ده، د دې لپاره چې موږ سره افغان مهاجرین شته چې دلته جهاد کوي، خدمت کوي، خو کورونه‌یې په پاکستان، ایران او یا بل ملک کې دي او دوی دلته په انفرادي ډول جهاد ته راغلي."


ښاغلی مجاهد وايي، د دوی په لیکو کې بهرني اتباع نه‌شته.


هڅه مو وکړه په دې اړه د افغاني سرې مياشتې ټولنې نظر هم واخلو، خو بريالي نه‌شوو.


دا په داسې حال کې ده چې پرون په اسلام‌اباد کې افغان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د دغه هېواد په خلاف د افغان چارواکو د وروستیو تندو څرګندو په تړاو احضار شوی و.




د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اختر په لومړۍ ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پاکستان ته په خطاب کې ويلي و چې تاریخ‌یې جعلي او د ویاړ لپاره هېڅ هم نه‌لري.


حمدالله محب پاکستان تورن کړ چې له طالبانو ملاتړ کوي، خو په خبره‌يې د ویاړ لپاره دومره څه نه‌لري چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus