د عراق ولسمشر وایي، هېواد یې څو ځله د ایراني او سعودي عربستان د چارواکو د ګډو غونډو کوربه وو.
برهم صالح د چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په ورځ په یوه انلاین غونډه کې وویل، دا خبرې د دغو دوو سیالو هېوادونو ترمنځ د شخړو د راکمېدو په هدف ترسره شوي دي.
ښاغلي صالح پرته له دې چې دې برخه کې ډېر جزییات ورکړي، وویل چې دا خبرې مهمې او د پام وړ وې.
د عراق ولسمشر په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې په وروستیو کې ایراني او سعودي چارواکي د یوه بل پر وړاندې پسته ژبه کاروي.
کتونکي وایي، داسې ښکاري چې په واشنګټن کې د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره ریاض په سیمه کې خپله تګلاره لږه بدله کړې ده.
واشنګټن چې د عربستان له نژدې شریکانو څخه دی، په دغه هېواد کې یې د بشري وضعیت په اړه نیوکې کړي دي، همدا راز یې په سیمه کې د دې هېواد پر تګلارو هم انتقاد کړی دی.