د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته را رسېدلی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني نن شنبه له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د سولې بهیر د انکشافاتو او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
هاخوا د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند قریدون خوځون ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی خلیلزاد د دغې شورا له مشر او عبدالله عبدالله او نورو غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې کړي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې ترکیه د اپریل په شپارلسمه د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.