د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر ده د فساد لګېدلي تورونه رد کړل.
د نتانیاهو محاکمه نن په بیتالمقدس کې داسې مهال له سره پیل شوه چې شاوخوا شپږ اوونۍ وروسته انتخابات ترسره کېږي او دی هیلهمن دی چې په نتیجه کې یې ۱۲ کلن حکومت بیا تمدید شي.
نتانیاهو تورن دی چې له خپلو شتمنو ملګرو څخهیې قیمتي تحفې ترلاسه کړې دي.
نتانیاهو په دې هم تورن دی چې له خوښې سره سم د خبري پوښښ لپاره د لویو رسنیو په ګټه پر هغوی د مقرراتو د وضع کېدو هڅې یې کړې دي.
۷۱ کلن نتانیاهو ویلي چې محاکمهیې سیاسي انګېزه لري.