Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د سولې خبرو اجنډا کې د اوربند او قربانیانو د حقونو شاملولو غوښتنه وشوه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې د خبرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو د شاملولو غوښتنه وکړه.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه لري، چې په قطر کې دې د سولې د مذاکرو په اجنډا کې د دایمي اوربند او د بشري حقونو د مدافعانو او قربانیانو د دفاع موضوع هم شامله شي.


د دغه کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، دوی تېره اوونۍ په یوه لیک کې هم دا موضوع د دواړو مذاکراتي هیئتونو له مشرانو سره شریکه کړې وه. 




هغې وویل: "لومړۍ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې پر اوربند موافقه وشي، چې نور د ملکي افغانانو د قرباني کېدو مخه ونیول شي. د دې تر څنګ دې د تاوتریخوالي پر مشخصو ډولونو بحث وشي، چې ملکیان په نښه کوي، لکه هدفي وژنې، په دې برخه کې دې دوی ګډې څېړنې وکړي. بله مو دا غوښتنه مطرح کړې، چې دواړه لوري دې د جګړې د قربانیانو غږ واوري."


د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې په پام کې وه په قطر کې د مذاکرو دویم پړاو نن سې شنبه تر شل ورځنۍ وقفې وروسته بیا پیل شي، خو پرون د دولت د هیئت سفر وځنډېد، چې دلیل یې ظاهراً د هوا خرابوالی ښوول شوی دی.


د دولت مذاکره کوونکي هیئت ویلي، چې دوی به د مذاکرو په پاتې پړاوونو کې پر دایمي اوربند، د نظام پر څرنګوالي او د بشري حقونو پر ارزښتونو هم بحث وکړي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادۍ راډیو ته ویلي، د بحث لپاره د مذاکرو د اجنډا موضوعات د دواړو لوریو په توافق ټاکل کېږي.




پرون په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سفارت شارژدافیر راس وېلسن د دولت د مذاکره کوونکي هیئت له درېیو  ښځینه غړو سره په کتنه کې د یوه ډیموکراتیک، ټولشموله او سوله ییز افغانستان لپاره د دوی هڅې ستایلي دي.


د بین الافغاني مذاکرو لومړی پړاو د سپټمبر پر ۱۲مه په قطر کې پیل شو، خو دواړه لوري تر درېیو میاشتو وروسته وتوانېدل د اصلي مذاکرو پر اجنډا او مقدمه موافقه وکړي.


په دې موده کې په افغانستان کې جګړې هم شدیدې شوې وې او هدفي وژنې هم زیاتې شوې.


په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ خبریالان، مدني فعالان او نور ملکي چارواکي ووژل شول.


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د هدفي وژنو په ګډون د تاوتریخوالي اوسنۍ سطحه د منلو نه ده.


د ښاغلي خلیلزاد په خبره، هغه کسان چې تاوتریخوالی غزوي، غواړي د سولې بهیر او د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus