Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

که له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي نو څه به پېښ شي؟ 

ګڼو رسنیو او مطبوعاتو پر کابل ښار د پرونیو راکټي بریدونو خبرونه او تبصرې خپرې کړي دي. دې بریدونو د دې لپاره د ډېرو رسنیو په تېره بیا ورځپاڼو پام ځان ته اړولی چې په وروستیو کې یې ساری نه و لیدل شوی. 


پر دې موضوع سربېره د افغانستان په اړه هغه بحثونه دي چې که امریکايي پوځیان له دې هېواده ووځي نو څه به پېښ شي؟ 


دا بحثونه وروسته له دې زیات شول چې ولسمشر ټرمپ د دفاع نوی سرپرست وزیر وګوماره او وویل شول چې د جنورۍ تر نیمايي پورې باید په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ ډېر پوځیان نه وي پاتې شوي. 



واشنګټن اګزاماینر


واشنګټن اګزاماینر ورځپاڼې په همدې اړه لیکلي، دوه نیم زرو ته د ځواکونو د کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې مخالفان یو لړ دلایل راوړي. 


دوی مثلاً وايي چې په دې صورت کې ډېر احتمال شته چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې له جوړجاړي ډډه وکړي او حتي اوس لا طالبان حاضر نه دی چې پر اجنډا روغه وکړي. 


د دوی بل دلیل دا دی چې که له افغانستانه پوځیان وایستل شي په دې هېواد کې به پر امریکا د ۲۰۰۱ د سېپټمبر د ۱۱مې په شان بله حمله وشي. 


د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې د جمعې په ورځ په همدې موضوع بحث وکړ او د متخصصانو نظرونه یې واورېدل. 



سټارز انډ سټرایبس


د سټارز انډ سټرایبس ورځپاڼې پر اساس، یو شمېر متخصصانو او د بهرنۍ پالیسۍ نظر خاوندانو وویل چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر جو بایډن باید له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو مخه ونیسي. 



میلیټري ټایمز


میلیټري ټایمز ورځپاڼې هم د دې غونډې بحث ته په اشارې لیکلي چې متخصصانو د کانګرېس د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، د امریکا د ملاتړ له دوامه، په تېره بیا له هوايي ملاتړه پرته، د افغانستان امنیتي ځواکونه طالبان ماتولی نه شي.  


ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره ممکن ډاډه وي چې افغانستان نور د القاعده لپاره خوندي پناهځای نه دی، د چارو متخصصانو د کانګریس د وسله والو خدماتو کمېټې ته د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د سولې له موافقې پرته له افغانستانه د پوځیانو ایستل تروریستي شبکو ته زمینه برابروي چې یو وار بیا په افغانستان کې د امریکا پرضد د حملې دسیسه جوړه کړي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus