Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هند نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

هندوستان د هغه څه په عکس العمل کې چې په پاکستان کې د یوې دېره افراطي ډلې د وسله والو د یوې حملې شنډول بلل شوي، پرون شنبه (د نوامبر ۲۱مه) د پاکستان یو مخکښ ډیپلومات احضار کړ.


نوې ډېلي وايي، د لانجمن کشمیر د پولې په اوږدو کې یې تېره اوونۍ د جیش محمد ډلې د افراطي وسله والو د یوې لویې حملې مخه نیولې ده.


د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په نوې ډېلي کې د پاکستان شارژدافیر ته خپل رسمي اعتراض وسپاره.


د وزارت په حواله "هند خپله پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه چې د پاکستان د نړیوالو تعهداتو پرځای کوول وو، هغه دا چې پاکستان دې تر خپلې ولکې لاندې له قلمرو څخه د هند پرضد د تروریستي اعمالو لپاره کار نه اخلي."


د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي تېره جمعه ویلي وو، د هند له امنیتي ځواکونو سره په وسلواله نښته کې د جیش محمد د څلورو پاکستاني جګړه مارو وژل کېدل، دا جوتوي چې دغو جګړه مارو غوښتل په کشمیر کې یوه لویه وحشیانه او ورانوونکې حمله وکړي.




د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نریندرا مودي ادعا رد کړې او بې اساسه یې بللې ده.


دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: "پاکستان دا موارد د هندوستان مایوسوونکې هڅه ګڼي چې غواړي تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې له دولتي ټرورېزم او د پاکستان پرضد د ټروریزم له مالي ملاتړ څخه د نړیوالو پام بلې خوا ته واړوي."


د ښاغلي مودي په خبره دا تحولات په داسې حال کې راځي چې په پام کې ده، په کشمیر کې محلي ټاکنې وشي.


هندوستان غواړي چې د نو,مبر میاشتې تر وروستیو پورې تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د ولسوالیو په سطحه ټاکنې وکړي.


هندي چارواکو دغه راز ویلي چې له وژل شویو جګړه مارو د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.


په اټمي وسلو د سمبالو دوو سیمه ییزو رقیبانو هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې لا زیات شو چې په تېره اګسټ میاشت کې د نریندرا مودي حکومت تر خپلې ولکې لاندې د کشمیر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د کورواکۍ حیثیت ختم کړ.


کشمیر پر دوو برخو وېشل شوې چې یوه برخه یې د پاکستان او بله د هندوستان په ولکه کې ده، خو دواړه هېوادونه د دې سیمې پر بشپړ مالکیت دعوه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus