Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي

په کابل کې د وروستیو توغندیزو بریدونو تلفات لوړ شوي دي.



په کابل کې د تېرې ورځې په توغنديزو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر لسو او د ټپيانو شمېر ۵۰ ته لوړ شوی دی.


د افغانستان د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ د وژل شويو شمېر ۸ او د ټپيانو ۳۱ ښودلی و.


د دغه وزارت وياند طارق ارين د يکشنبې په ورځ د دې شمېر د تاييد تر څنګ وويل، چې وژل شوي ټول ملکيان دي.




هغه زیاته کړه: "د کابل پرونۍ تروریستي برید یو بشري جنایت دی او له بده مرغه په دغو برېدونو کې 10 تنه ملکیان په کې ووژل شول او 50 تنه نور ټپیان شوي چې ټول ملکیان دي،تر اوسه د بریدونو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو زمونږ کشفي او استخباراتي برخې کار کوي څو د پېښې عاملین ونیسي."


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند دا کار د طالبانو ګڼي خو طالبانو په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دغه توغندي له دوو موټرو د تهیه مسکن او بادام باغ له سیمو توغېدلي دي. 


دغو بریدونو ګڼې پوښتنې او انتقادونه راپورته کړي دي.



د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې له یوې میاشتې راهیسې د ولسمشر غني په لارښوونه پلازمېنې کابل امنيتي چارې تنظميوي، ويلي چې په دې اړه لسګونه پوښتنې له خلکو سره شته، چې بې ځوابه به پاتې نه شي.



ښاغلي صالح په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي: "په کابل کې تر راکټي بریدونو وروسته، خلکو پوښتلي چې نیول شوي کسان به کله اعدام شي؟ علني محکمه به کله پیل شي؟ د کابل په دروازو کې ولې سم کنټرول نشته؟ دغه راکټونه او وسایل څنګه رسېږي ؟ د دې ناکامۍ له امله به څوک مجازات شي؟ ولې لاهم له دې ډلې سره خبرې روانې دي؟ د منفي غندنې پایله څه وه؟ ولې افغان ځواکونه تهاجمي حالت ته نه ستنېږي؟ له دې پوښتنو څخه به هیڅ یوه بې ځوابه پاتې نه شي."


نن هم کابل د دوو چاودنو شاهد و چې دوه تنه په کې ټپیان شوي.



دواړه چاودنې د مقناطیسي بمونو وې چې یوه یې د خیرخانې مينې په لومړۍ حصه کې په یوه ټکسي پورې د نښلول شوي بم د چاودنې نتیجه کې وشوه چې دوه تنه یې ټپیان کړل.



دوهمه چاودنه د هوايي ډګر پر واټ شوې چې مرګ ژوبله یې نده پېښه کړې.



تر اوسه چا د دغو چاودنو مسولیت نه ده اخیستی.



له تېر ژمي را په دې خوا دا درېیم ځل دی چې له دغې سیمې په ورته ډول راکټونه توغول کېږي.



لومړی ځل د اسد په ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکې ورځې په مناسبت مراسم روان وو او دویم ځل بیا د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو پر مهال وتوغول شول.



کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې امنیتي تشه مني خو وايي، د برېدونو د مخنیوي او عاملینو د نېولو لپاره جدې هلې ځلې روانې دي.



دغه وزارت وايي، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې د کابل په بېلابېلو برخو کې جرایم د پام وړ کم شوي خو داشان تروریستي پېښې يې د طالبانو یو نوی تاکتیک یاد کړ چې په وینا یې هدف یې د ملکیانو وژل دي.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا تېره ورځ ازادي راډيو ته ويلي و، چې دا کار د وی نه دی.



تر دې دمه د دغې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.



اوس پوښتنه داده چې څنګه د کابل ښار له امنیتي کمربندونو دغه مواد د کابل ښار مهمو سېمو ته ور رسېږي؟



د امنیتي چارو پوه امرالله امان يې يو لامل د کشفي او استخبارتي برخو کمزورتيا ګڼي.


هغه زياتوي: "کشفي او استخبارتي کمزورتیاوې او ستونزې لامل شوي چې دښمن اوس ان د ارګ تر خوا مهمو سېمو ته ځان رسوي."



د ښاغلي امان په وینا اړتیا ده چې حکومت د امنيتي بنسټونو د کشفي او استخبارتي برخو پياوړي کولو ته جدي پام واړوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus