د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن خپل پخوانی همکار ران کلېن (Ron Klain) په سپینه ماڼۍ کې د خپل دفتر د رئیس په توګه وټاکه.
دا د امریکا په راروانه اداره کې یوه مهمه څوکۍ ګڼل کېږي.
د کلېن ټاکل کېدل هغه لومړیتوب جوتوي چې بایډن د کرونا ویروس د کنټرول او د امریکا د لړزانده اقتصاد د مدیریت لپاره ټاکلی دی.
ران کلېن په ۲۰۱۴م کال کې په لوېدیځه افریقا کې د ایبولا ناروغۍ په وړاندې د مبارزې هڅې همغږې کولې.
هغه په ۲۰۰۹م کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اداره کې له اقتصادي بحرانه د ژغورنې د پلانونو په عملي کولو کې هم رول لوبولی و.