حج کې د افغانستان ۳۰زره ونډې؛ د حج مصارف هم ۱۵زره افغانۍ کم شوي
د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د حج لپاره افغانستان ته د دېرشو زرو کسانو ونډه ورکړل شوې ده. دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د شنبې په ورځ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته کړې ده. د ښاغلي ثاقب په خبره سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقایسه څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي. د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره واردمخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي. Читать дальше...