د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د ویجاړیو یوه نوې ارزونه، بیارغونې ته ۱۲۸ میلیونه ډالر په کار دي
د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه ارزونه ښيي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو د کورونو، ښونځیو او کلیدي خدمتونو بیا رغونه څه باندې ۱۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. رویټرز پرون چهارشنبه ( د لړم ۲۸مه) راپور ورکړ چې ( د بیړنیو اړتیاوو بیرته په پښو درولو) په نوم دغه ارزونه د نړیوال بانک، اروپایي ټولنې، او اسیایي پراختیا بانک له خوا شوې ده. دوی په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کورونو، روغتیایي مرکزونو، اوبو رسولو سیستمونو او کرنیزو ځمکو د بیا رغونې لپاره درې کلن پلان تشریح کړی. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوې دي. Читать дальше...