د کابل اوسېدونکي: د ډبرو سکرو لپاره د طالبانو حکومت په ټاکلې بیه د پېر توان نلرو
د طالبانو حکومت کابل ښاریانو ته د ژمي تیرولو لپاره د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۸۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.اوس د کابل ولایت یو شمیر اوسېدونکي دا بیه لوړه بولي وايي، دوی یې په دې نرخ د اخیستلو توان نه لري. دا کابل ښاریان وايي، پکار ده چې د خلکو بیکارۍ او بې وزلۍ ته په کتو په دې اړه بیا غور وشي. د کابل د تایمني سیمې اوسېدونکي سید مصطفی چې په یو ښوونیز کورس کې کار کوي او وايي، د میاشتې ۷۰۰۰ افغانۍ تنخوا لري، جمعه د نومبر په ۱۳ مه ازادي راډیو ته وویل: " دولتي د ډبرو سکرو یو ټن په ۶۸۰۰ افغانۍ دي، که هڅه وکړي چې بیه... Читать дальше...