د ګرجستان پخوانى ولسمشر په غياب کې په ٦ کلن بند محکوم شو
د ګرجستان يوې محکمې پخوانى ولسمشر ميخايل سکاشويلي له قدرت څخه په ناوړه استفاده تورن او په غياب کې يې په شپږکاله بند محکوم کړ. د تبليسي يوې محکمې پرون په خپل حکم کې سکاشويلي تورن کړى چې د ولسمشر په توګه يې له خپل قدرت څخه په ناوړه استفادې هڅه کړې هغه اسناد او مدارک پټ کړي، چې په ٢٠٠٥م کال کې د اپوزيسيون د يوه وکيل والري ګيلاشويلي د ډبولو په اړه وو. سکاشويلي چې دا مهال په هالنډ کې ژوند کوي، دغه حکم غندلى او تور يې لګولى چې دا قضيه سياسي انګېزه لري. په جنورۍ کې هم سکاشويلي د ګرجستان... Читать дальше...