د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې ۹۵ په سلو کې انکشافي بودجه مصرف کړې ده.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې کال ټوله انکشافي بودجه ۱۰ میلیارده او ۹۹ میلیونه افغانۍ وه چې ۹ میلیارده او ۵۹۵ میلیونه افغانۍ یې مصرف شوې ده.
نوموړي وویل چې دغه انکشافي بودجه د اوبو لګولو، بنسټيزو پروژو، د بڼ جوړولو او مالدارۍ پراختیا او د وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې مصرف شوې ده.
ښاغلی رستمي وايي چې یادې پروژې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پلې شوې دي.